دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 196844
ترامپ او غنی؛ میلمه څوک دی، کوربه څوک دی؟

 
 
نمایندګانو مجلس غړۍ بګرام امریکایی ځواکونو نظامی پایګاه ته د اشرف غنی تللو څخه نیوکه کړی او وایی چی هغه په دی کار سره د هیواد استقلال ترپوښتنې لاندی وړی دی.
نمایندګان شنبه ورځی عمومی ناسته کې وویل چی ښآغلی غنی په دی اقدام سره ملی احساسات خدشه داره کړی او باید خلګو څخه بخښنه وغواړی.
علی اکبر جمشیدی؛ د نمایندګانو مجلس غړۍ وویل، ولسمشر باید بګرام ته نه وای تللی؛ بلکه باید د یو مستقل هیواد ولسمشر په حیث ملی احساسات په نظر کې نیولی وای.
بلقیس روشن؛ د نمایندګانو مجلس غړۍ وویل: امریکایان هیڅ اړتیا و پاسپورت او ویزا ته نه لری او هر وخت چی وغواړی ځی او راځی؛ دا لوری زموږ سیاسون ځانته احضاروی، آیا بیاهم ادعا کوو چی آزاده او مستقل یو؟
 
افغانستان خلګو څخه اشرف غنی بخښنې غوښتنی خبره په داسی حال کې مطرح کیږی چی ارګ او ویاندان یی تراوسه په دی اړه چوپتیا غوره کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی منتقدانو په باور، د ترامپ او اشرف غنی اخیر لیدنه بګرام امریکایی ځواکونو پایګاه کې په دومره اندازه شرم آوره وو چی حتی میلمه او کوربه هم په دی لیدنه کې بدلون کړی وو؛ په داسی توګه چی ترامپ چی په زرهاوو کیلومتره واټن وهلی وو او افغانستان ته راغلی وو ترڅو د دوو ساعتونو لپاره بګرام هوایی پایګاه کې حضور پیدا کړی، د اشرف غنی څخه پوښتنه وکړه چی ځی که پاتیږی؟
ګویا بګرام د ترامپ کور دی او دا اشرف غنی دی چی د هغه میلمه دی!
ترامپ حتی د افغانستان ولسمشر دریدلو ځای هم مشخص کړ: خپل شاته د امریکایی ځواکونو منځ کې!
د ارګ چوپتیا هم د اشرف غنی کار نه لږ شرم آور نه دی. هغه ولسمشر چی ټاکنو وخت کې، د افغانستان خلګو لوړ رای کسب ادعا لری او غواړی ملی مشروع او دموکراتیک حکومت جوړ کړی، په دومره اندازه حقیر دی چی حتی د خپل خلګو څخه بخښنې څخه خجالت کاږی، بیریږی او نه غواړی چی خپل ملی ضد اقدام سیاسی لګښت قبول کړی.
په دی منځ کې دا انتظار او هیله نه شته چی کوم خاص څه رامنځته شی.
بیله شکه، ټول څه به د ارګ او خلګو او مجلس نمایندګانو یو ورځنۍ چوپتیا کې ختم شی. دا په داسی حال کې دی چی نمایندګانو مجلس کافی اقتدار او استقلال درلودونکې دی چی اشرف غنی ددی اقدام سخت لګښت ورکولو ته مجبور کړی او ددی اقدام لګښت دومره ورته ډیره کړی چی د هغه وروسته هیڅ حاکم داسی اقدام ترسره نه کړی او د هیواد استقلال قربانی کولو سره، میزان شپږمه کې د خلګو ملاتړ په صبر نه وی.
په دی توګه، تاریخ په سادګی سره ددی پیښی څخه به تیرشی او ددی اقدام په وړاندی لکه څنګه چی کرزی د اوباما مشابه غوښتنی په وړاندی ترسره نه کړه، نفرت په توګه وګوری او هغه بیګانه وو ته ددی خاوری استقلال پریښودلو سند په حیث قرار ورکړی.
 
https://avapress.com/vdchk-nzk23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته