دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۱۴
د مطلب کود : 197205
ملی مشارکت دولت؛ آیا نظام بندون ته رسیدلي؟

 
ریاست جمهوری نوماندانو شورا وایی چی حاضر حال کې بحران په هیواد کې رامنځته شوی او ددی وضعیت څخه وتلو لپاره مشارکتی حکومت رامنځته شی.
احمدولی مسعود؛ ریاست جمهوری نوماند، ددی شورا په نمایندګی وویل چی ټاکنو کمیسیون دا پروسه بحران ته وړي، اړتیا شته ترڅو ددی وضعیت څخه وتلو لپاره یو مشارکتی حکومت رامنځته شی.
هغه وویل چی اړتیا شته ملی مشارکت حکومت، ټاکنیز محور کیږی او باید یو ائتلافی سیاسی مدل رامنځته شی ترڅو شخړو مخه ونیول شی او نظام جوړونه او ولسواکی په چارچوب کې ادامه پيدا کړی.
شهاب حکیمی؛ نور ریاست جمهوری نوماندان هم مشارکتی حکومت رامنځته کول د اوسنۍ بحران څخه وتلو لپاره ښه لاره بولی او زیاته کړه چی که دا حکومت جوړ شی هیواد د رامنځته شوی بحران څخه دباندی ووځي.
دا لومړۍ ځل نه دی چی افغانستان د نوی سیاسی نظام جوړیدو طرحی سره مخامخ کیږی. په تیرو ۴۰ کلونو کې، ډیر ځلې داسی طرحه ارائه شوی او ځينی یی اجرا مرحلی ته هم رسیدلی دی.
دا شکاره کوی چی افغانستان سیاسی نظر څخه بحران کې دی او لازم ثبات او استقرار څخه برخمن نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان نږدی ۱۹ کاله مخکې، نظامی پای رامنځته کړه چی انتظار یی کېده ترڅو یو کثیرالقومی او بی ثبات هیواد او ټلونې اړتیاوو ته ځوابګویه وی. اوسنۍ سیاسی نظام، د یو مدرن او مترقی اساسی قانون په اساس شکل نیولی دی. افغانستان معاصر سیاسی تاریخ په اوږدو کې، شاید دا لومړۍ ځل وی چی دولت جوړیدو او حاکمانو ټاکلو کې خلګو مستقیم برخمن کېدو باندی ټینګار کیږی خو ظاهرآ ټول څه یواځي کاغذ پرمخ پاته شوی دی.
په بل بیان سره، افغانستان مشکل د یو مدرن او پراختیا موندلی قوانینو نه درلودل نه دی. کیدلای شی چی د ټول نړۍ ښه قوانین یو یو کاغذ کې راټول شی خو که عمل ورباندی ونه شی، نتیجه به یی هیڅ وی.
په حاضر حال کې هم د ۱۹ کالو وروسته، ځینی ټاکنیز نوماندان دا نتیجه ته رسیدلی دی چی سوله او ټاکنې ماته خوړلی دی او ناکام پاته دی؛ بناپردی، یواځی لاره یی د ملی مشارکت حکومت رامنځته کول دی.
ملی مشارکت حکومت د درانده نوم څخه صرف نظر سره، هیڅ توپیر د موقت، انتقالی او ائتلافی حکومت څخه نه لری؛ هغه حکومتونه چی هم تیرو کې او هم اخیرو دوو لسیزو کې، جوړیدو تجربه یی درلودلی. یو نمونه یی موقتی دولت وو چی د مجاهدینو بریالیتوب وروسته شکل ونیول او په نهایت کې ځکه چی ټول غړۍ د خلګو آزاد ټاکنو او تصمیم په اساس قدرت مسالمت آمیزه لیږد باندی معتقده نه وو، خونړیزه جګړو لامل شو.
په دی حساب سره، ملی مشارکت حکومت جوړیدنې طرحه، څه نوی څه لری او توپیر یی د پخوانۍ ماته خوړلی تجربو څخه څه دی؟
له بل لوری، دا طرحه په دی معنی دی چی ددی طرحی جوړونکو له نظره، اوسنۍ نظام بندون ته رسیدلی او باید ټول څه د سره شروع شی؛ دا په داسی حال کې دی چی هیڅ بیل تګلاره د هغه څه څخه چی اوس جریان لری او تیرو کې رامنځته شوی دی، نه دی ارائه شوی.
 
https://avapress.com/vdcjyaeviuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته