دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 197394
ترکستان اسلامی ګوند راژوندی کولو او رامنځته کولو کې د لویو قدرتونو برخه

 
 
ترکستان اسلامی ګوند چی القاعده پوری اړوند دی او سوریه کې فعالیت لری، تازه ویدیو خپور کړی دی چی ددی ډلې جنګیدونکې په افغانستان کې په جګړه باندی مصروف ښیی.
دا ویدیو چی ظاهرآ د ۲۰۱۹ نوامبر پوری اړوند دی، ددی ډلې جنګیدونکی او کورنۍ شکاره کوی.
خو دا ویدیو همدارنګه نظامی ادوات شکاره کوی چی ظاهرآ ددی ډلې جنګیدونکې د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه لاسته راغلی دی.
ترکستان اسلامی ګوند یو افراط ګرا سازمان دی چی د اویغور تندرو له لوری د چین په لویدیځ کې رامنځته شو او چین، اروپا اتحادیه، امریکا، بریتانیا، روسیه او پاکستان هغه ډله تروریستی ډله بولی.
ددی ډلې مرکز د طالبانو حاکمیت په وخت کې کابل کې وو او د همغه وخت څخه القاعده سره نږدی اړېکی لری.
داچی ددی ډلې فعالیت د افغانستان ارضی تمامیت او ملی امنیت او حاکمیت په وړاندی شکاره او غیری قانونی اقدام بلل کیږی. داچی دا ډله د افغانستان امنیتی ځواکونو سره نښته کړي او جنګی ادوات یی په اختیار کې نیولی دی هم خپل ذات کې محکوم دی او دا اړتیا نور هم ډیروی ترڅو افغانستان دولت ددی ډلې په وړاندی عمل وکړی او هغوی له منځه یوسی.
ترکستان اسلامی ګوند یو خپل رامنځته شوی جریان نه دی چی چین خاوری یو برخی بیلولو لپاره فعال شوی وی او همدا باید وټکول شی او له منځه لاړ شی. ددی ډلې نوم د لویو قدرتونو تور لیست کې اضافه کول هم کوم ارزښت نه لری؛ ځکه چی پخوا هم همداسی نور ډلې لویو قدرتونو په تور لیست کې اضافه شوی او تروریزم په حیث تر څيړنې لانید دی؛ خو په عمل کې ثابت شوی دی چی همغه هیوادونه ددی ډلو څخه مالی او فکری او تسلیحاتی ملاتړونه کوی او اساسا هغوی خپل خاص مقصدونو ته رسیدو لپاره تاسیس او تجهیزد کوی.
بناپردی، ترکستان اسلامی ګوند او هغه تصویرونه چی افغانستان کې خپاره شوي، باید له بل نظر څخه وڅیړل شی.
لومړۍ پوښتنه داده چی که ددی ګوند آرمان، شرقی ترکستان په نامه مستقل سیاسی واحد تاسیس دی، ولی دا ډله په سوریه کې حضور لری او د نورو تکفیری جریانونو سره د هغه هیواد ځواک او دولت په وړاندی جنګیږی؟ آیا دا کار ثابتوی چی دا ډله هم د داعش او القاعده او النصره او احرار الشام او نورو تروریستی ډلو په شان، د لویو قدرتونو مستقیم ملاتړ لاندی دی او هغوی لپاره خاورمیانه کې جنګیږی؟
دوهم پوښتنه داده چی ترکستان اسلامی ګوند څنګه توانیدلی د ناتو حضور سربیره، د افغانستان په ځینو برخو کې امن او مستحکم پایګاوی لری؟ هغه پوښتنه چی داعش او طالبانو او القاعده په اړه هم شتون لری.
دریم پوښتنه داده چی آیا د افغان ځواکونو زرهی موټرونه او تجهیزات هغوی لاسته ورغلی دی یا هغه هیوادونه چی افغانستان امنیتی ځواکونه سره مرستی کوی، همغه مرستی د تروریستی جریانونو په اختیار کې ورکړی دی او هغوی په دی بهانه چی په جګړه کې په لاس راغلی دی، په تصویر کې وکاږی؟
 
https://avapress.com/vdci3yaz5t1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته