کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر مذاکرات؛ د یو تکراری لوبې بیا تکرار

17 قوس 1398 ساعت 10:52



 
ځینی سرچینی ویلی دی چی امریکایی هیات قطر ته رسیدلی او طالبانو سره خبری اتری د سره نیولی دی.
ددی سرچینی په وینا ددی خبری اترو اصلی موضوع د تاوتریخوالی کموالی دی چی بین الافغانی خبرو اترو او اوربند لامل شی.
تیره اونۍ زلمی خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر غنی او نور سیاسی او دولتی چارواکو سره ولیدل.
طالبانو هم تایید کړي چی دواړو لورو مذاکراتو هیاتونه قطر کې دی؛ خو مذاکراتو بېرته رسمی شروع تراوسه نه دی تایید کړی.
ددی لیدنو وروسته ارګ ریاست جمهوری اعلان کړي چی دواړه لوری د اوربند او طالبانو پټنځایونو باندی بحث کړی دی.
امریکایان شروع کړ، امرریکایان پای ته ورسول او امریکایان بېرته شروع کړ. بین الافغانی مذاکراتو باندی ټينګار او سولې پروسی مدیریت او رهبری د افغانستان دولت له لوری، ددی لوبې په کوم ځای کې قرار لری؟
داسی په نظر رسیږی چی افغانستان مالکیت په وړاندی لوی خنډ سولې پروسه کې، امریکا دی نه طالبان. امریکا نه غواړی سل په سله افغانی سولې پروسه شکل ونیسی. د طالبانو موضع په دی اړه هم د هغه ډلې مستقل نظر نه دی؛ بلکه داچی امریکا، پاکستان او په دی لوبه کې نور دخیل ډلې د طالبانو خولی څخه خبری کوی.
ترامپ هغه ورځ چی د طالبانو سره سولې خبری اتری ودرولی، بېرته یی راژوندی کړ ترڅو شکاره کړی ټول څه د امریکا لومړیتوبونو او ګټو باندی څرخی.
دا تکراری لوبه ترڅو چی کابل اداره کنترول لاندی قرار ونه نیسی او افغانستان سیاسی جریانونه د خلګو په نیابت سره ورباندی نه وی مسلط شوی او هدایت او کنترول یی په اختیار کې ونه نیسی، هیڅ ارزښت نه لری. شروع او پای یی، د سولې او ثبات او جګړی او بحران باندی هیڅ اغیزه نه لری.
بناپردی، افغانستان حکومت اصلی لومړیتوب په لومړۍ قدم کې باید سولې پروسی باندی د خارجی قدرتونو او سیمه ییز لوبیدونکو مستقیم سیطره له منځه وړل دی.
طالبان هم باید شکاره کړی چی د هرڅه نه مخکې افغانستان پوری اړوند داخلی جریان دی نه نیابتی د پاکستان او عربانو او... له لوری.
داچی طالبان یواځي د امریکا سره خبری کوی، د هغوی استقلال او آزادی ادعا تر پوښتنې لاندی وړی؛ ځکه استقلال هغه وخت معنی پیدا کوی چی افغانستان مرکزی دولت، کمزوری نه شی او سولې او جګړی په شان پروسو کې خارجیانو نفوذ او حضور مشروعیت او اعتبار ونه لری؛ هغه کار چی طالبان ورباندی مشغول دی.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان کې جګړه روانه ده، د جګړی مرګونۍ لګښت خلګ او افغانستان امنیتی ځواکونو څخه لګښت اخلی؛ خو طالبان امریکا ته حق ورکوی چی برخلیک په اړه یی تصمیم ونیسی.
په دی کې کوم شک شتون نه لری چی افغانستان کې جاری جګړه په لومړۍ قدم کې، یو پیچلی استخباراتی جګړه د خارجی قدرتونو ترمنځ دی؛ خو بیله شکه، ددی بحران حل کلی، افغانانو په لاس کې دی. په نهایت کې دا بین الافغانی تړون دی چی نظام جوړیدو، امنیت رامنځته کېدو، اشغال او افراط سره مشترک مبارزه او... لپاره دی چی د جګړی نهایی برخلیک ټاکې او سوله او ثبات رامنځته کوی.
ترڅو چی دا مهم ته توجه نه وی شوی، قطر پروسه نه شی کولای افغانانو ته حقیقی سوله نه شی رامنځته کولای؛ بلکه د هر بحران پای، د نوی بحران شروع به وی.
 


د مطلب کود: 197432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/197432/د-قطر-مذاکرات-یو-تکراری-لوبې-بیا-تکرار

آوا
  https://www.avapress.com