دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 197586
ټاکنو نتایج؛ هغه بندون چی له منځه نه ځی


 
ټاکنو کمیسیون د معترض ټاکنیز ټیمونو نمایندګانو سره د رایو بیاشمېرنې پر سر بندون حل ناسته بیله کوم نتیجه پای ته ورسیده.
حوا علم نورستانی؛ د ټاکنو کمیسیون رئیسه ددی ناستې په سر کې، کمیسیون کار باندی د ځینو ټاکنیزو ټیمونو اعتراضات سوء تفاهم وبلل او هغوی څخه وغوښته ددی نهاد سره همکاری وکړی ترڅو لومړنۍ نتایج اعلان شی.
هغی د ۱۳۹۸ کال ولسمشریز ټاکنې د شفافیت او عادلانه والی له مخې د نورو دورو څخه ښه وبلله.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون توضیحاتو وروسته د ۳۰۰ زرو جنجالی رایو معتبر بللو څرنګوالی باندی، په دی ناسته کې اختلافات پورته شو.
اسدالله سعادتی؛ د ثبات او همپالنې ټیم معاون د بحث او استدلال لپاره نور وخت غوښتنه وکړ؛ خو هغه خبری قطع شو.
ددی جنجالی رایو معتبر بللو لپاره د کمیسیون دلایل، معترضین قانع نه کړل او ناسته بی نتیجه پای ته ورسیده.
دا ناسته یوځل بیا دا شکاره کړه چی ټاکنو بحران، ډیر ژور دی او ژیر نه مهار کیږی. بحران مرکزی کانون دا دی چی ټاکنو کمیسیون، نه ددی بحران مدیریت لپاره لازم وړتیا لری او نه استقلال او بی طرفی. دا کمیسیون، خپله د قضیه یو لوری دی او ددی پرځای چی د ټاکنو یو ټاکل شوی نهاد په حیث، د ټاکنیزو قوانینو تابع وی او خلګو مشروع اندیښنو ته ځواب ورکړی، په غیری انعطافی توګه د ارګ ریاست جمهوری موضع او دولت ساز ټیم څخه د ټاکنو په نتایجو کې ملاتړ کوی.
دا په داسی حال کې دی چی ټول نور ټیمونه، د رایو بیاشمېرنې سره مخالف دی. ډیر ټیمونه هم ۳۰۰ زره بیومتریک برچسپ نه درلودونکی رایو باندی مشکوک دی او قانون وخت څخه دباندی والی باندی یی ټینګار کوی؛ هغه غوښتنی چی تراوسه د ټاکنو کمیسیون بی توجهی او بی اعتنایی سره مخ شوی دی؛ ځکه ددی غوښتنو قبلیدو په صورت کې به د تقلب لپاره کوم ځای باقی پاته نه شی او په هغه صورت کې دولت ساز ټیم به زیان ووینی.
ټاکنو کمیسیون، حتی دی ناسته کې د مشکلاتو حل لپاره رامنځته شوی وو او شاید د بحران څخه وتلو آخری فرصت وو، ددی پرځای چی مسایلو حل لپاره هڅه وکړی، وضعیت نور هم خپلو سرسختانه موضع ګیریو سره خراب کړ او په دی توګه، حل لاری ته رسیدو یو بل امکان له لاسه ووتل.
د ټاکنو کمیسیون مدیران حتی اجازه ورنه کړ چی د ثبات او همپالنې ټیم نماینده چی ددی مشکلاتو په متن کې قرار لری، خپل استدلالونه مطرح کړی او خپل مستندونه د تقلب په اړه ارائه کړی.
داسی یو چلند ددی پرځای چی قضیه حل کړی، شرایط نور هم سختوی.
دا بندون به مات نه شی؛ ترڅو چی ټاکنو کمیسیون بی طرفی او استقلال شکاره نه سی او یا ترڅو چی خارجی قدرتونه او سفارت خانی خپل قانون نه لوړه اراده پردی پروسی باندی تحمیل نه کړی.
په داسی حال کې چی هره ورځ خلګ په بیلابیلو ښارونو کی د نتایجو اعلانیدو غوښتونکې دی او د تقلب او تقلبی رایو ته مشروعیت ورکولو په وړاندی اعتراض او لاریون کوی، ټاکنو کمیسیون د قانون څخه لوړ پشتوانه باندی تکیه سره، خپل موضع ته ادامه ورکوی ترڅو جعلی او اعتبار نه وتلی رایی د مشروع او معتبر رایو په حیث تحمیل کړی او په دی توګه نتیجه د دولت ساز ټيم په ګټه اعلان کړی.
دا هڅی به په ماتی باندی محکوم وی؛ ځکه نه ټاکنیز نوماندان او نه افغانستان خلګ، د پخوانیو پروسو تکرار اجازه نه ورکوی؛ مګر داچی امریکا او نور خارجی قدرتونه سولې پروژي ته سرعت ورکړی او ټاکنو مشکلاتو نه ډک فضا څخه په استفاده سره، د یو غیری قانونی او انتقالی حکومت رامنځته کولو لپاره فضا رامنځته کړی ترڅو نظام بدلون او قدرت لیږد سولې نه وروسته دولت ته ورسیږی.
 
https://avapress.com/vdcbwzb80rhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته