دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 198560
افغانستان ټاکنې؛ د یو دوران ختمیدنه
 
 
 
 
سرور دانش؛ د ولسمشر دوهم معاون په کابل کې په یو مراسمو کې د ټاکنو پروسی په اړه وویل چی د ټولو هڅو سربیره، متاسفانه د خلګو رایی تراوسه ګروګان نیول شوی دی. هغه ټینګار وکړ چی ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل قانونی مسئولیتونو په اساس باید نور اجازه ورنه کړی چی د خلګو برخلیک سره لوبه وشی.
هغه وویل چی ټاکنو کمیسیون باید هرڅه ژیر لومړنۍ نتایج اعلان کړی او ټول باید نتیجه ته احترام ولری او خپل شکایات ټاکنو شکایاتو کمیسیون ته ارائه کړی.
د ښاغلی دانش خیرخواهانه توصیو سربیره داسی په نظر رسیږی چی په افغانستان کې ټاکنې، نور مړه شوی دی. د دموکراتیک او ټاکنو هیله بخښونکې دوره نور ختمه شوی او استبداد او فساد او ځای غوښتونکې حاکمانو فساد نور د پرمختګ په حال کې دی.
داسی په نظر رسیږی چی خلګ هم دی معنی ته متوجه شوی دی. هغوی میزان شپږمی ټاکنو کې ګډون نه کولو سره شکاره کړ چی نور هيڅ باور ټاکنو، ټاکنو کمیسیونونو، دولت او مردم سالاری باندی په افغانستان کې نه لری. تیر ولسمشریز ټاکنې او پارلمانی ټاکنې، په دی برخه کې مهم درسونه ارائه کړ او ډیر خلګ ددی پروسی راتلونکې په وړاندی بی باوره کړ.
په دی منځ کې یو او نیم میلیون رایو پرسر شخړي، امریکایی دموکراسی تابوت باندی اخیر میخ ولګوله او ټاکنې د همیشه لپاره بی باوره کړ.
دا دموکراسی ته بېرته ګرځيدنه نور امکان نه لری.
ښاغلی دانش توصیی هم په دومره اندازی سره قدرت او اغیزه نه لری چی خلګ ددی پروسی سلامت په وړاندی هیله مند وساتی او فساد او فروپاشی په وړاندی یی بدګمانی کم کړی.
خلګ پوهیدل چی حتی که خپل ژوند په خطر کې واچی او رای ورکړی، هیڅ امین او مطمئن مرجع د هغوی د رایو صیانت لپاره شتون نه لری او هیڅ تضمین شتون نه لری چی ترڅو رایی یی حساب شی او په اساس یی هغوی سیاسی برخلیک وټاکل شی. په همدی دلیل میزان شپږمی ټاکنو کې ګډون ونه کړ.
حتی هغه کسان چی په صراحت سره ادعا کوی چی د خلګو رایی ګروګان مه نیسی، خپله هم پوهیږی چی دروغ وایی؛ ځکه اصلی مقصد، قدرت پرسر ټاکنو نه لوړ شخړو ته مشروعیت ورکول دی.
له بل لوری، د طالبانو سره سولې پروسه او د موقت یا انتقالی دولت جوړیدنه د هغه ډلې سره هم ټاکنو باندی د خلګو بی اعتمادی نور هم ډیره کړ. هغوی په دی نتیجه ورسیده چی امریکایی دموکراسی مصرف تاریخ رسیدلی او اوس خپله واشنګتن هم د ساتلو لپاره یی ملاتړ ته تمایل نه ښیی.
د امریکا دولت او ریاست جمهوری ارګ ترمنځ شخړی ټاکنو یا سولې ته لومړیتوب ورکول لپاره رامنځته شوه هم دا ښیی چی امریکا نور د دموکراسی ساتلو لپاره تمایل نه لری او ټاکنې نور ختم شوی بولی، بی ځایه ټاکنو خالی پوستو باندی نښتی دی ترڅو په سیوری کې یی، خپل قدرت تمدید تضمین کړی. په همدی اساس، د سرور دانش تازه ټینګار هم د یوی ژبی لوبه ده او ښاغلی دانش مقصد، نه خلګو برخلیک؛ بلکه خپل هغه بادار برخلیک دی. خلګ میزان شپږم ټاکنو کې وښوده چی خپل برخلیک د نوماندانو، ټاکنو کمیسیونونو او ارګ اربابانو په لاس نه سپاری.
https://avapress.com/vdcepv8z7jh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته