دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 199597
سلیمانی له منځه نه لاړ، ډير شو

 
امریکایی جنایتکار ځواکونه په یو تروریستی اقدام کې د اسلام سردار، اسلامی مقاومت محور خوشنومه قوماندان او داعش سره مبارزی ځواکونو ملاتړ ترور کړ.
سردار سلیمانی د استکبار د سترګو خار او اشغال، تیری او امریکا غیری مشروع سلطه په وړاندی شجاع کس د مظلوم سیمو او ملتونو دفاع لپاره ولاړ کس وو. کوم شک نسته چی د هغه نقش د داعش په وړاندی مزدورانو او نورو تکفیری جریانونو په وړاندی بی بدیله او بی مثله وو. بناپردی هغه د امریکایی تروریستانو لپاره مهم هدف وو.
په دی حال کې، اشغالګر امریکایان به د هغه ترور سره امنیت احساس ونه کړی. هغوی باید دا فکر ونه کړی چی سردار شهید قاسم سلیمانی یی له منځه وړی دی؛ بلکه ډیر ژیر به دا تجربه کړی چی هغه خپل شهادت سره نور هم ډیر شوی دی؛ ځکه ډیر سلیمانیان به د هغه قطره قطره وینی بدله واخلی او سیمه د امریکایانو او هغه مزدورانو لپاره مرګونۍ سیمه باندی بدل کړی.
هیڅوک باید دا فکر ونه کړی چی د سلیمانی په ترور سره د اسلامی مقاومت ملا په سیمه کې مات شوی دی او دا ځواک د نابودی او سقوط سره مخ دی. امریکایان او هغوی سرسپارلی مزدوران به دا آرمان ګور ته یوسی؛ ځکه د قاسم سلیمانی په شان کسانو لپاره مرګ چی حسینی سره مکتب روشانه لاره کې قرار لری، د لاری پای نه دی؛ بلکه د یو نوی فصل پرانیستنه ده.د سلیمانی پاته کسانو لپاره به هم د استکبار سره مبارزه د نور وخت څخه مصمم تره وی؛ ځکه هغوی یو شهید د قاسم سلیمانی په نامه اسلام ته تقدیم کړی دی چی لاره یی روشانه ده او آرمانونه یی مشخص.
اسلام لاری مجاهدین پوهیږی چی سردار سلیمانی کوم کسان وژلی او ددی وروسته، بیله کوم شکه او بیری د باطل په وړاندی حق جبهه کې به حضور ولری. دا هغه تجربه ده چی امریکا اخیر برید په لړ کې عراق حزب الله کتائب پایګاوو باندی هم ولیدل شی. هغه پیښه عراقیان د استکبار په وړاندی یوځای او متحد کړ. هغوی بیله کوم بیری امریکا جاسوسی لانه باندی په بغداد کې برید او یورش یو وړ او د سردار شهید قاسم سلیمانی نوم په اقتدار سره پر هغه دیوال باندی ولیکل.
لکه څنګه چی خپله غربیانو مکرر خبرداریو کې هم ویل شوی، د هغه ترور تبعات به یواځی عراق پوری اړوند نه وی. د سردار سلیمانی هره قطره وینه به بل سلیمانی وزیږوی او ټول سیمه به ونیسی.
د مجاهدینو لاره روشانه ده. هم سردار قاسم سلیمانی او هم نور سرتیری چی تراوسه ژوندی دی او د اسلام او خدای دشمنانو په وړاندی ولاړ دی. لاری یی روشانه او هغوی مقدس تکلیف مشخص دی. په دی منځ کې وضعیت هغه کسانو لپاره سخت شوی چی حق او باطل ترمنځ انتخاب کې شک لری؛ هغوی چی حق پیژنی او هم باطل. حق او باطل یواځی دوه لاره ده، دریم لاره شتون نه لری. دا خط د تاریخ شروع څخه شته او تر پایه پوری به ادامه ولری؛ هغه پای چی خدای باطل باندی حق نهایی بریالیتوب بشارت ورکړی دی. اوس د خدای او شیطان جګړی نهایی فصل دی. د شیطان مشخصات زموږ وخت کې مشخص دی او همدارنګه حق مشخصات هم. ښه عاقبت به د هغه کسانو وی چی سردار قاسم سلیمانی په شان د حق لاره نیسی او باطل په وړاندی دریږی.
 
https://avapress.com/vdcf11dyew6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته