دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 199739
ټولنیز شبکي د امریکا دولتی تروریزم په خدمت کې

 
د جمعه ورځي راهیسی په زرهاوو پسټونه په ټولنیز شبکو لکه اینستاګرام، فیسبوک او توییتر کې ددی شبکو مدیرانو له لوری پاک شوی او په سلهاوو حسابونه هم بند شوی دی. دا پسټونه ډیر یی د سردار شهید قاسم سلیمانی؛ د سپاه قدس قوماندان ترور په غبرګون کې وو.
امریکا سردار سلیمانی جمعه ورځی مازدیګر بغداد هوایی ډګر کې ترور کړ او هغه سره ابومهدی مهندس؛ د عراق حشد الشعبی تروریزم ضد ځواکونو معاون او څو نور قوماندانان هم شهید شول.
ډیر غبرګونونه پردی څرخیده چی امریکا تروریستی اقدام ترسره کړي، عراق ارضی تمامیت او ملی حاکمیت نقض کړی او مذبوحانه اقدام کې هڅه کړي چی داعش سخت او تریخ ماتې بدله واخلی.
ټولنیز شبکو عادی کاربران، معروف شخصیتونو پاڼی او معتبر رسنۍ چی امریکا منتقد وو ددی اقدام په محکومولو سره ډير پسټونه خپور کړي او سردار سلیمانی څخه ستاینه کړی دی. دا کار امریکا کلتوری تروریزم ښه ونه پریوتل او امریکایی ټولنیز شبکې د امریکا کلتوری تروریزم جبهه په حیث عمل ترسره کړ.
فیسبوک، اینستاګرام او توییتر په یو هماهنګ اقدام کې، لومړۍ مخاطب لرونکې او معروف شخصیتونو پاڼو ته لاړ. سید عیسی حسینی مزاری؛ د تبیان ټولنیز او کلتوری مرکز عمومی دیر او افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری عمومی مدیر یو د هغه شخصیتونو څخه وو چی د امریکا کلتوری تروریزم برید لاندی راغلل. تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ښاغلی مزاری غبرګونونو پوری اړوند په لسګونه پسټونه د سردار سلیمانی شهادت په اړه د فیسبوک څخه پاک شوی دی؛ خو دا امریکایی شبکه دا باندی هم بسنه ونه کړ او یو پاڼه چی ۳۰۰ زره پلویان لری او هر پوست یی په زرهاوو کسان تر بحث لاندی نیسی، د لاسرسی څخه ایستلی دی.
دا اقدام یواځی حسینی مزاری پاڼی پوری اړوند نه وو؛ بلکه فیسبوک او اینستاګرام او توییتر ټولنیز شبکې د سردار قاسم سلیمانی شهادت په اړه پسټونه وروسته د خپریدو پاک کړي او حتی ځینی خپل ویبپاڼو څخه لیری پاته شوی دی.
فیسبوک ددی اقدام په تړاو ویلی دی چی د اینستاګرام ځینی پوسټونو پاکونه د قاسم سلیمانی په اړه، د ایران په وړاندی امریکا تحریمونو قوانینو رعایت لپاره دی؛ چی سپاه پاسداران هم د تحریمونو په نوملړ کې دی.
فیسبوک خپل نورو ځوابونو کې ویلی دی چی امریکا خارجه وزارت له لوری یو نوملړ تروریستی سازمانونو پوری اړوند ترلاسه کړي او موظف دی د وضع شوی تحریمونو له امله دا سازمانونو او کسانو اکاونتونه بند او پسټونه یی پاک کړی.
جالب خبره داده چی دا یو اړخیز جاده د امریکایی بیان آزادی د هغه کسانو لپاره چی د ترامپ ستایلو او سردار سلیمانی تروریست بللو باندی پوسټونه کړي، هیڅ  موضع نه دی نیولی او هیڅ کوم محدودیت نه دی وضع کړی او هغوی آزادانه کولای شی دا پسټونه کړی.
له بل لوری، فیسبوک په داسی حال کې چی سردار سلیمانی ناځوانمردانه ترور په اړه پوسټونه پاکوی چی دا شبکي د تکفیری تروریستانو، وهابیانو، داعش او القاعده او النصره پلویانو په خدمت کې پاته شوی او هغوی جنایتونو خپریدو مخه نه نیسی.
دا شکاره کوی چی بیان آزادی هم د امنیت او ثبات او دموکراسی او بشر حقوق او... په شان د امریکا امپریالیستی ګټو او اهدافو په خدمت کې دی او په دی برخه کې دولتی نظامی تروریزم، تکفیری او وهابی مزدور ډلو او ټولنیز شبکو ترمنځ کوم توپیر شتون نه لری.
 
https://avapress.com/vdcdsn0fnyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته