کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان؛ استراتژیک ملګري او ورور او ګاونډی په منځ کې!

24 جدی 1398 ساعت 20:17



 
د امریکا او ایران ترمنځ شخړو په ډیریدو سره، ایران اسلامی جمهوریت هوایی ځواکونو مسوول سیمی هیوادونو ته خبرداری ورکړ چی د سیمی څخه امریکایی ځواکونو وتلو په اړه تصمیم ونیسی؛ بیله مقاومت ځواکونه به لاس په کار شی.
 
د ایران دا نظامی چارواکې د جنرال سلیمانی، د سپاه پاسداران قدس ځواکونو قوماندان شهادت وروسته د عراق، امارات، قطر، کویت، افغانستان او... په شان هیوادونو څخه چی ډیر امریکایی نظامی پایګاوی هلته دی، نوم واخیستل او ټینګار وکړ چی د ایران مقصد د سیمی څخه دامریکا پاکول دی.
 
دا یواځی د ایران هوایی ځواکونو مسوول نه دی چی داسی خبری کوی، بلکه عراق کې امریکا جنایت وروسته، ایران لاس د امریکا په وړاندی نور هم خلاصه شو او ټول الزامات سیاسی او نظامی لحاظه واخیستل شو چی په لړ کې یی هر یو ایرانی چارواکې خبرداری او انتقام اخیستلو خبره کړی دی.
 
ایران ډیر ځلې ویلی وو چی د امریکا سره جګړی په هڅه کې نه دی، خو اوس د امریکا نظامی پایګاوی په سیمه کې ددی هیواد موشکونو تر هدف لاندی دی او هیڅ بین المللی خنډ ځانته نه وینی.
 
ترامپ چی خپله د سیاست او مدیریت څخه څه نه پوهیدل، په یو ځل داسی یو کار ترسره کړ چی هیڅوک حتی امریکا یی انتظار نه درلود. مخکې هم امریکا عقلا نه دی توانیدلی چی هغه بی پروایی څخه مخنیوی وکړی، ترڅو داچی دا ځل امریکا د نړیوال جدی خطر سره مخ کړ. ایران فکر کول چی د یو فکری توازن نه درلودونکې په وړاندی کوم څه د لاسه ورکولو لپاره نه لری او باید هرڅه چی اړتیا یی وی ترسره کړی.
 
په دی حال کې داسی معلومیږی چی ایران د سیمی څخه امریکا ټول ځواکونو وتلو پوری خپل برنامی یو بل پسی عملی کوی.
 
خو پوښتنه داده چی آیا ایران په حاضر حال کې دا ظرفیت او توان لری ترڅو امریکایی پایګاوی په سیمه کې ترفشار لاندی راوړی یا نه؟ داسی په نظر رسیږی چی د ایران نفوذ د عراق، سوریه او... په شان هیوادونو کې امریکا څخه ډیر دی او کولای شی بېلابیل ډلې د امریکا په وړاندی یوځای کړی.
 
د روسیه او چین په شان هیوادونه چی نظامی او اقتصادی لحاظه نړۍ کې پیاوړۍ دی، امکان لری امریکا او ایران ترمنځ کوچنی حرکتونو کې مداخله ونه کړی، خو کوم شک شتون نه لری چی په سیمه کې لوی نظامی بحثونو کې، ایران یواځی نه پریږدی.
 
خو په دی منځ کې ترټولو مهم د افغانستان مسئله دی؛ ځکه له یو لوری د ایران سره ګاونډی او ډیر مشترکات لری او له بل لوری، امریکا خپل استراتژيک ملګری بولی.
 
په دی توګه، افغانستان به د امریکا او ایران په وړاندی کوم موضع اختیار کړی؟
 
د ایران هوایی ځواکونو مسوول اظهاراتو په لړ کې، د افغانستان اسلامی جمهوریت خارجه وزارت غبرګون وښود او وویل چی افغانستان کې د امریکایانو حضور د استراتژيک او امنیتی پيمان په اساس صورت نیولی دی او هغوی وتلو او نه وتل افغانستان او امریکا پوری اړه لری او نور حق نه لری چی په دی اړه تصمیم ونیسی.
 
په سیمه کې نوی تحولات د شکل نیولو په حال کې دی، افغانستان حساس تاریخی مرحله کې قرار لری؛ د ایران په وړاندی د افغانستان خاوری څخه ګټه اخیستنه او ایران برید امریکا اډو باندی افغانستان کې، نن هغه مسایلو څخه دی چی ډیر اندیښنې رامنځته کړی دی.
 
د افغانستان خاوری څخه ګټه اخیستنه د امریکا او ایران نظامی تقابل کې که څه هم یو احتمال دی، خو په عینی حال کې د افغانستان سیاستوال باید په دی اړه جدی تدابیر ولری.
 
خو بیاهم، هغه څه چی افغانستان راتلونکې خارجی سیاستونو پوری اړوند دی، باید ایران سره اړېکه ولری؛ ځکه امریکا ژیر یا وروسته بی اختیار یا با اختیار سیمه پریږدی، خو دا به ایران او افغانستان وی چی د همیشه لپاره یو بل ترڅنګ باقی پاته کیږی. له دی نظره افغانستان دوه ډوله سیاست درلودلای شی؛ د امریکا او ایران ترمنځ سیاسی توازن ساتل لنډ مده لپاره او همدارنګه د ایران سره ګاونډیتوب ساتل د اوږد مده لپاره.
 
د افغانستان سیاستوال دی پوه شی جی حتی امریکا او ایران نزاع په سیمه کې خلاصیدونکې دی، خو ایران او افغانستان اړېکه به پاته وی.
 
ځینی سیاسی پوهان په دی باور دی چی افغانستان نه یواځی داچی خارجی سیاست کې ظرفیت نه لری، بلکه لویو تصمیمونو کې هم اختیار نه لری؛ د امریکا او ایران ترمنځ اخیر پیښو په اړه ښاغلی غنی خنثی غبرګون هم شکاره کړه چی افغانستان تراوسه هم سیاسی استقلال نه لری او غرب بالخصوص امریکا څخه بیلابیلو برخو کې متاثره دی؛ دا مساله کولای شی ګاونډی هیواد اړېکو ته زیان ورسوی.
 


د مطلب کود: 200707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/200707/افغانستان-استراتژیک-ملګري-او-ورور-ګاونډی-په-منځ-کې

آوا
  https://www.avapress.com