دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 200854
افغانستان او د ایران او امریکا ترمنځ شخړي

 
ادریس زمان؛ د خارجه وزارت سرپرست چهارشنبه غرمی نه وروسته د بهادر امینیان؛ د ایران اسلامی جمهوریت سفیر په کابل کې لیدلی دی.
 
په دی لیدنه کې د خارجه وزارت سرپرست د ځینی ایرانی چارواکو اظهاراتو په اړه په افغانستان کې ځینی سیمو تر هدف لاندی نیولو احتمال لپاره، په هغه صورت کې چی امریکا ایران باندی برید وکړی، د ایران سفیر څخه وضاحت غوښتلی دی.
 
د خارجه وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ښاغلی امینیان دواړو هیوادونو حسنه تاریخ ته په اشاره سره ویلی دی چی د ایران همیشنۍ او رسمی، اساسی موقف افغانستان ملی حاکمیت او ارضی تمامیت ته پوره احترام دی.
 
هغه زیاته کړي چی هر ډول بل اظهار نظر نور د افغانستان په وړاندی ایران تګلارو او سیاستونو کې ځای نه لری.
 
مخکې هم ښاغلی امینیان ویلی وو چی ایران افغانستان باندی به برید ونه کړی؛ خو په دی هیواد کې امریکایی اډو باندی برید په اړه ایران باندی برید په صورت کې، د هیواد چارواکو سره تصمیم نیسی.
 
هیڅ شک نشته چی افغانستان په سختو شرایطو کې قرار نیولی دی. ددی وضعیت کنترول د هیواد خارجی سیاست دستګاه لپاره آسان نه دی؛ هغه دستګاه لپاره چی له یو لوری د مغرض او معارض رسنۍ تر فشار لاندی قرار لری او له بل لوری باید په داسی توګه دا بحران مدیریت کړی چی نه استراتژیک متحد سره مشکل پیدا کړی او نه هم ګاونډی زړه وزورول شی!
 
همدا چی د یو معمول لیدنه د دیپلماتیک استول شوی کس او خارجه وزیر سره د بی بی سی په شان رسنیو له لوری «احضار» بلل کیږی او خبرونو کې، بی بی سی اعتراف کوی چی افغانستان خارجه وزارت نه دی ویلی چی ایران سفیر یی احضار کړی دی، خپله شکاره کوی چی وضعیت ترکومه اندازه خراب دی او دشمنانو تبلیغاتی تریبون، په دروغ ویلو سره ددی وضعیت څخه تر کومه اندازه پوری ګټه اخلی.
 
ایران سفیر هم لکه څرنګه چی اشاره وشوه، ویلی دی چی چی حتی که که ایران د امریکایی اډو څخه د افغانستان څخه تر برید لاندی راسی. افغانستان خلګو او دولت باندی به برید نه وکړی؛ خو امریکایی اډو باندی برید په اړه هغه هیواد دولت چارواکو سره تصمیم نیسی.
 
په دی توګه، معارض رسنۍ او هغه قدرتونه چی افغانستان او ایران ملګرتیا دشمن دی، هر وخت دا خبره رابرسیره کړي چی د ایران او امریکا ترمنځ جګړه رامنځته کېدو سره به افغانستان یو د هغه هیوادونو څخه وی چی ایران تر برید لاندی راشی.
 
دا یو هغه تبلیغاتو څخه دی چی هدف یی په ټول سیمه کې د ایران څخه بېره رامنځته شی. دا تبلیغات هم د ایران په وړاندی تیرو تبلیغاتو په شان چی سردار سلیمانی او ابومهدی المهندس ترور وروسته د غربیانو له لوری ترسره شو، دی. ترامپ ادعا کړي وو چی سلیمانی د نړۍ لومړۍ درجه تروریست دی! په داسی حال کې چی ټول نړۍ پوهیږی چی په خاورمیانه کې د امریکایی تروریزم نابودی او مهار لپاره ابومهدی المهند او سردار سلیمانی نه بغیر په دومره اندازه نه دی برخه اخیستی.
 
غربی رسنیو کې ایران هراسی او ایران څخه بېره رامنځه کول د افغانستان ګاونډیو په منځ کې هم د همدی انحرافی پروژو څخه دی.
 
خو افغانستان او ایران، د یو بل ملګری او ګاونډی پاتیږی او که څه هم جګړه او بحران په سیمه کې د هیچا په ګټه نه دی؛ خو باید له یاده ونه ایستل شی چی ددی بحرانونو اصلی عامل، امریکا او هغه هیواد حضور په سیمه کې دی؛ نه ایران او بل کوم هیواد.
 
جاستین ترودو؛ د کانادا لومړۍ وزیر هم اوکراینی الوتکو سقوط په غبرګون په اړه وویل چی که امریکا سلیمانی ترور باندی اقدام نه وای کړي، دا پیښه به نه وای رامنځته شوای.
 
همدا قاعده افغانستان خارجی سیاست باندی هم حاکم دی. یعنی که امریکا نه وی، هیڅ ډول زیان و ګاونډیتوب اړېکو ته نه رسیږی او دوه ملت د یو بل ترڅنګ سولې او ملګرتیا او ورورګلوی سره ژوند کوی.
 
https://avapress.com/vdcen78wejh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته