کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات؛ د افراط او اعتدال تقابل

28 جدی 1398 ساعت 12:23



 
 
مجیب الرحمان انصاری؛ هراتی مولوی او هرات ګازرګاه مسجد جامع امام پنجشنبه ورځ د امر به معروف او نهی د منکر نهاد رامنځته کېدو او ددی اداره تبلیغاتو څخه دفاع وکړه.
 
ښاغلی انصاری وایی چی دا نهاد د خواجه انصار په سیمه کې عملآ شریعت تطبیقوی؛ خو اوس ددی اداره فعالیت په نورو سیمو کې تبلیغاتو په حد کې دی. هغه ټینګار کړي چی تراوسه ځینی متخلفین تنبیه او تادیب کړي او شلاق وهلو ترحده پوری جزا ورکړی دی.
 
هغه وویل چی امارات یا خلافت، موږ اسلامی نظام غواړو. تر هر نامه لاندی چی وی. جمهوری وی، امارت وی یا خلافت. موږ اسلامی نظام غواړو.
 
هغه طالبانو او داعش په اړه هم وویل: هر څوک چی اسلام دین خلاف عمل وکړی، رد دی او هر کس چی اسلام او ملت او هیواد ته کار وکړی اسلام تایید وړ دی.
 
ښاغلی انصاری خپل خبری ناسته کې ښځینه خبرنګارانو ته حضور اجازه ورنه کړه.
 
هغه روحانیان چی د ښاغلی انصاری په شان فکر کوی بیله شکه افغانستان کې کم نه دی. داسی ډیر خلګ شته چی غواړی اسلام منل شوی نظام په هیواد کې وی.
 
دا همغه علماوو عظیم رسالت د انبیا میراث لرونکو په حیث دی؛ هغه رسالت چی ظاهرآ د مولوی انصاری امر به معروف او نهی د منکر نهاد هم د هغه په اساس بنا شوی او هغه ځان د شریعت بی قید او شرط مجری او دین ملاتړ او ساتونکې بولی.
 
د کار تردی ځایه نه یواځی داچی کوم مشکل نسته؛ بلکه دا ډول حرکتونو څخه باید ملاتړ وشی ترڅو علماوو برخه د ټولنې په اصلاح کې راژوندی شی او عمومی حیات حوزه کې دین او مذهب مقوله ته سکولاریستی تګلاری کمزوری شی. ظاهرآ په سلګونه کسان چی نن د ښاغلی انصاری ترڅنګ ولاړ دی او هغه څخه ملاتړ کوی هم شاید د همدی مقدس آرمانونو لپاره وی.
په دی توګه، اندیښنه رامنځته کوونکې مساله داده چی ښاغلی انصاری یواځی یو اصلاح طلب او اعتدال ګرا روحانی نه دی. هغه یو مخوف او متصلب ایدئولوژی نماینده دی چی د دوو لویو اسلامی مذهبونو یعنی اهل سنت حنفی او اهل تشیع څخه نه دی.
 
که څه هم هغه د حنفیت په وړاندی اظهار نظر په اړه محافظه کارانه، پنهانکارانه توګه عمل کوی او خپل حقیقی عقاید د سعودی عربستان زده کړه لیدلی سلفی مولوی په حیث د سنی حنفی په وړاندی نه شکاره کوی؛ خو هیڅوک نه شی کولای چی انکار وکړی چی هغه د همغه ځواک متفکر مغز دی چی احناف علماوو ټولنه په کابل کې تر برید لاندی راوستل او هدف یی د حنفیت او سلفیت تحکیم او ترویج کمزوره کولو نه بغیر څه نه دی.
 
هغه وخت چی ښاغلی انصاری په ریاکارانه توګه د داعش او طالبانو په اړه صریح اظهار نظر څخه ډډه کړي هم د هغه سلفی متعصبیت ښیی. هغه همدارنګه د هرات ګازرګاه سیمه کې حد جاری کوی؛ هغه اقدام چی یواځي داعش او طالبان کولای شی خپل سلطه لاندی سیمو کې ترسره کړی.
 
د ښاغلی انصاری په باور د جمهوریت او امارت او خلافت ترمنځ کوم توپیر نشته؛ دا په داسی حال کې دی چی د افغانستان دولت له نظره، جمهوریت سره کرښه ده او د بدلون وړ نه دی.
 
آیا داسی یو مواضع، د یو سلفی مولوی له لوری چی داخلی او خارجی پیاوړۍ پشتوانه لری، د بل څوک له لوری د طرحه کولو وړ دی؟
 
له بل لوری، د مولوی انصاری په باور د ښځو ځای په کور کې دی او د همدی لپاره هغه خپل خبری ناسته کې هغوی ته اجازه ورنه کړه. دا تګلاره هیڅ ډول مشابه توب د اسلام او قرآن سره نه لری؛ بلکه وهابیت انحرافی عقایدو یوه برخه ده.
 
په دی حساب، مولوی انصاری، هرات چی افغانستان کلتور پلازمینه او سنی او شیعه لویو مذهبونو سوله ییز ژوند شکاره کوونکې دی یو خطرناک لوری ته قرار ورکړی دی. هرات خلګ باید شکاره کړی چی همداسی خپل اعتدال تاریخی تګلاری باندی پاتیږی یا که د مجیب الرحمان انصاری په توګه کسانو افراط ګرایی لاندی راځی.
 


د مطلب کود: 200997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/200997/هرات-د-افراط-او-اعتدال-تقابل

آوا
  https://www.avapress.com