دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 202008
بلخ، د شمال امنیتی بدلونونو بستر  

 
حمدالله محب؛ د ولسمشر ملی امنیت مشاور د یو لوړ پوړۍ هیات په راس کې بلخ ته سفر کړي دی. په همدی وخت کې داخله او دفاع وزارتونو چارواکو سفر څخه هم خبر ورکول کیږی.
 
د ملی امنیت شورا دفتر په اعلامیه کې راغلی دی چی دا سفر د هیواد شمال امنیتی وضعیت څیړنې او ښه حکومتداری پیاوړۍ کولو لپاره صورت نیولی دی.
 
اعلامیه کې راغلی دی چی د ملی امنیت مشاور په دی سفر کې د والیانو، نظامی شوراګانو، ولسوالانو، علماوو، ښځو، مدنی ټولنه او ځوانانو سره لیدنه کړی دی.
 
له بل لوری حنیف رضایی؛ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند منلی دی چی اسدالله خالد؛ د دفاع وزارت سرپرست او مسعود اندرابی؛ د داخله وزارت سرپرست هم د امنیتی وضعیت څیړلو لپاره بلخ ولایت ته تللی دی.
 
دا په داسی حال کې دی چی په دی اخیرو کې شمالی ولایتونه د طالبانو پراخو بریدونو شاهد وو. په دی سیمو کې همدارنګه داعش قدرت پراختیا او نفوذ خطر هم شتون لری.
 
په دی منځ کې، د کارپوهانو په باور، بلخ ولایت د استراتژيک لحاظه فوق العاده ارزښت بالخصوص امنیتی ابعادو کې لری.
 
دا ولایت د عطامحمد نور د برکناره کېدو وروسته د، د سختو ناامنیو شاهد دی، په دی اخیرو کې د نور وخت په پرتله، بی ثباتی، باندونو فعالیتونه، ټولنیز ناامنی او تروریستی او دولتی ضد ډلو فعالیتونو او نفوذ سره مخ شوی دی.
 
بلخ امنیتی وضعیت ډیر اندیښنی راپارولی دی. دا اندیښنی یواځی دا ولایت پوری اړوند نه دی او ټول شمال امنیتی حوزو باندی اغیزه کړی دی. دا کار، نږدی دوه دلیلونه لری: د ۲۰۹ شاهین قول اردو استقرار په دی ولایت کې چی بلخ ته شمال زون مرکزی قطب حیثیت ورکوی او دوهم شمالی ولایتونو ته ددی ولایت راهبردی موقعیت د وصلیدو له امله.
 
په دی حساب سره، دا به ښه وی چی د بلخ امنیتی مسایلو حل لپاره، د مرکزی حکومت له لوری خاص توجه صورت ونیسی او بالفعل او بالقوه خطرونو رفع کولو لپاره لازم سیاستونه او تدابیر ونیول شی.
 
ددی هیله شته چی د بلخ ناپایدار امنیتی شرایط د امنیتی چارواکو توجه په جریان کې د سختو بدلونونو سره مخ شی په دومره اندازه چی اغیزه یی په نورو شمالی ولایتونو کې هم احساس شی.
 
کارپوهان وایی چی بیګانه قدرتونه د جنوب څخه شمال ته ناامنی لیږد او داعش او نور تروریستی ډلو هسته ګذاری لپاره د هیواد په شمال کې لویی پروژی په لاس کې لری او ډیر درانده سرمایه ګذاری ترسره کړی دی.
 
د همدی لپاره، مرکزی دولت باید بیله دی چی د بیګانه قدرتونو استخباراتی لوبو په لمن کې ولویږی او هیواد ملی امنیت د لویو قدرتونو نیابتی جګړی په لاس ورکړی، د شمال ناامن کېدو مخه
https://avapress.com/vdchvini623nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته