دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 202261
منځنی ختیځ د تاوتریخوالی نوی دور په لړ کې

 
 
محمود عباس؛ فلسطینی تشکیلاتو رئیس د ترامپ منځنی ختیځ سولې طرحی په وړاندی په غبرګون ویلی دی چی فلسطین هیڅ ځمکه بیله دی چی بیت المقدس یی پلازمینه نه وی د تصور وړ نه دی.
 
ښاغلی عباس سه شنبه مازدیګر، د فلسطینی تشکیلاتو اضطراری ناسته کې حضور سره وویل: موږ ددی طرحی سره په سر کې مخالف وو او اوس هم مخالف یو... زرهاوو ځله مو ویلی دی چی نه، نه ، نه.
 
حماس چی غزه نوار کنترول په لاس کې لری د ترامپ پیړۍ معامله طرحی په ردولو سره دا طرحه د یو آزاد فلسطینی تشکیل طرحی له منځه وړل بللی دی.
 
بشری حقوق نهاد هم د ترامپ طرحه د یو "آپارتایدی" اسرائیل رامنځته کېدو لپاره زمینه چینی بللی دی.
 
د "سوله همدا اوس" سازمان چی په اسرائیل کې یو غیری دولتی نهاد دی هم د پیړۍ معامله طرحه د حقیقت څخه منفک بللی دی.
 
ترامپ د خپل یهودی  جرد کوشنر په مرسته دا طرحه تدوین کړي ترڅو د صهیونیستی رژیم سره مرسته وکړی چی د فلسطین نور باقیمانده ځمکې غصب کړی او په دی توګه فلسطینیان د یو فاشیستی او آپارتایدی رژیم په سیوری کې خپل مشروع آرمانونه له لاسه ورکړی.
 
خو دا بیله شکه، ټول غبرګونونه نه دی چی ددی طرحی په وړاندی شکاره کیږی؛ بلکه وړاندوینه کیږی چی دا طرحه به په سیمه کې تاوتریخوالی نوی څرخه رامنځته کوی چی محوری عنصر به یی قدس آزادی ارمان او فلسطینی مستقل دولت جوړیدل وی.
 
ددی تاوتریخوالی نتیجه هرڅه وی، سیاسی لحاظه، فلسطینیان نور هم یوځای او متحد کوی ترڅو د متجاوز دشمن په وړاندی ودریږی او اسلامی مقاومت خط په منځنی ختیځ کې همداسی ژوندی وساتی.
 
وړاندوینه کیږی چی د نوار غزه او کرانه باختری طرحه ځینی سیمو الحاق اسراییل خاوری سره د نتانیاهو په کابینه کې، ددی مصوبه اجرا کولو امر صادر کړی او دا به د تاوتریخوالی شروع نقطه وی چی فلسطین او منځنی ختیځ یو نوی تاوتریخوالی مرحله کې دننه کوی.
 
په دی توګه، ترامپ په دی ساده فکره طرحی ارائه کولو سره د فلسطینیانو حق غوښتنې آرمان او نړیوال مبارزه د ترسره کولو لپاره څو کاله وړاندی کړی.
 
په دی حساب، دا وړاندوینه کیږی چی که دا طرحه عملیاتی مرحله ته لاړ شی نه یواځی فلسطینیان؛ بلکه ټول عربی او اسلامی هیوادونه په یوځای په ټول سیمه کې د مسلمان امت آرمانونو یعنی قدس آزادی او پیغمبرانو ځمکې آزادی د صهیونیست غاصبینو څخه ودریږی.
 
https://avapress.com/vdciqrarzt1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته