دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 203510
د ټاکنو بحران او موازی حکومت جوړېدو خطر  

عبدالرشید دوستم؛ د ریاست جمهوری لومړۍ معاون خبرداری ورکړي چی ولسمشریزو ټاکنو نهایی نتایج د تقلب په اساس اعلانیدو په صورت کې به، ثبات او همپالنې ټیم د هغه په ملاتړ او داکترعبدالله عبدالله په مشری موازی حکومت جوړوی.
 
ښاغلی دوستم وویل چی نور ټاکنیز کشمکشونه او ټاکنو نتایجو اعلان کې ځنډ د افغانستان خلګو لپاره قبول وړ نه دی.
 
هغه زیاته کړي چی ملی جنبش ګوند هواداران او ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو کمیسیون له لوری ټاکنو نتایجو اعلان ته په صبر دی.
 
جنرال دوستم خبرداری ورکړی چی هغه حکومت چی د تقلب په اساس رامنځته شی نه قبلوی او په وړاندی یی دریږی. هغه ټینګار وکړ چی په دی صورت کې موازی حکومت د داکتر عبدالله عبدالله په مشری جوړوی.
 
احمدضیا مسعود؛ د ثبات او همپالنې ټیم بل غړۍ هم د جنرال دوستم مشابه موضع اخیستی دی.
 
دا موضع ګیری وروسته ددی مطرح کیږی چی ټاکنو کمیسیون، د ټاکنو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون تصمیمونو اجرا مرحله شروع کړی دی؛ هغه تصمیمونه چی د غوښتنو برخلاف نه یواځي داچی ټاکنو پنځه میاشتنۍ بحران حل نه کړ؛ بلکه نور یی هم پیچلی کړ او په وړاندی سخت راتلونکې پریښوده.
 
د ثبات او همپالنې ټيم سرانو هماهنګ موضع اخیستل شکاره کوی چی دا ټیم دا ځل مصمم دی د ۲۰۱۴ کال ټاکنو برخلاف خپل مواضع پرینږدی او د تقلب په وړاندی منځته راغلی نتایجو په وړاندی په قدرت سره دریږی.
 
په دی حساب، اوس ټول نظر و ټاکنو کمیسیونونو ته دی چی څنګه کولای شی ددی بحران سره مخ شی او د وضعیت خرابیدو مخنیوی لپاره کوم تدابیر په لاس کې لری.
 
ټاکنو کمیسیونونه تراوسه ښودلی دی چی لازم ظرفیت او توان د وضعیت مدیریت لپاره نه لری. په بل وینا، دا کمیسیونونه په شدت سره د سیاسی جناحو، ټاکنیز تکتونو او ټیمونو، خارجی قدرتونو او سفارتخانو او بهرنیو سازمانونو تر فشار لاندی دی. داچی هغوی په پنځه میاشتو کې نه دی توانیدلی دوه میلیون رایی حساب کړی او نتیجه بیله بېری خلګو سره شریک کړی، خپله ددی شکاره کوونکې دی چی فنی مشکلاتو نه بغیر نور عوامل د ټاکنو اعلان مخنیوی کوی.
 
په دی توګه کارپوهانو په باور، ثبات او همپالنې ټيم سرانو تازه خبرداری، ښیی چی ټاکنو بحران نور هم ډیر شوی او که ټاکنو کمیسیونونه ونه شی کولای خپل قدرت او استقلال او اعتبار راژوندی کړی، بیله شکه، د ټاکنو په اړه هرډول تصمیم، یو سیاسی بی ثباتی رامنځته کېدو لامل به وی.
 
په دی منځ کې پوښتنه داده چی ثبات او همپالنې ټیم چی مخکنۍ ټاکنو کې ونه شو کولای خپل میلیونی رایو څخه صیانت او دفاع وکړی، دا ځل چی رایو میزان یی هم کم دی، دولت جوړولو لپاره خپل تصمیم باندی ولی ټینګار کوی؟
 
یو ځواب به داوی چی دا شاید رجزخوانی وی او ۲۰۱۴ کال په شان خارجی فشار او یو طرفینی معامله ترسره شی.
 
نړیوال قدرتونه د امریکا په مشری مصمم دی د طالبانو سره سوله وکړی؛ هغه سوله چی معنی یی طالبانو بېرته راتګ و قدرت ته وی او دا په دی معنی دی چی شته سیاسی جوړښت، نور منقضی کیږی او یو تازه نظام تازه تشکیلاتو سره به رامنځته شی. دا په داسی حال کې دی چی ارګ ریاست جمهوری په سخت توګه ددی کار سره مخالف دی او غواړی پنځه کاله نور د چارو رهبریت په واک کې ولری. د همدی لپاره هر ډول تصمیم د سولې په اړه نوی دولت جوړېدو وروستۍ ته موکولوی.
 
په دی منځ کې، د عبدالله عبدالله دریدنه د ټاکنو نتایجو په وړاندی او وضعیت بحرانی کولو سره، کولای شی سولې لوبغاړو ته دا امکان ورکړی چی د ټاکنو ماتې په اعلانولو سره سوله یی ځایناستی کړی.
 
 
https://avapress.com/vdcgqw9xzak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته