په دې کې شک نشته چې ټولو ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې طالبانو د فعالیت بستر برابر کړی او له ترهګرۍ سره مبارزه کې یې د افغان ځواکونو کار سخت کړی دی.
نو د افغانستان جګړه تر هغه پای ته نه رسېږي، چې طالبان په بهیر کې راګډ نه شي او هغوی و نه ازمایل شي.
که څه هم احتمال شته چې ډېر ژر د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه هوکړه لیک لاسلیک شي، خو افغان د سولې په برخه کې د طالبانو په نیت شک ښکاره کړی.
غني د مونشن امنیتي کنفرانس په څنډه کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، طالبان لا هم له افغانستانه بهر په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او اړتیا ده چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.
د ولسمشر غني د خبرو یو نقل قول په دې اړه داسې دی ((دا د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پوښتنه ده، ځکه لومړۍ مسله خو دا ده چې موږ باید طالبان وپېژنو، دا ډله یوه بهر مېشته ډله ده چې په پاکستان کې اوسېږي، د دوی مشرتابه شورا اوس ځان د کوټې او پېښور شوراګانو په نوم یادوي، نه د کندهار، جلال اباد او پکتیا شوراګانو په نوم، دوی خپل نومونه داسې تعریفوي لکه نور قدرتونو چې د دوی ملاتړ کوي. ))
که پاکستان وایي چې د افغان سولې لپاره د همکارۍ په خاطر یې ملا برادر خوشې کړی خو د ملا برادر خوشې کول دا مانا نه لري چې اسلام اباد د افغانستان د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ کوي.
که پاکستان همکاري کوي او دوه اړخیزه اړیکې پالي نو یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دویم د سیمه ییز امنیت لپاره د ګډ تفاهم جوړول پکار دي.
یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکې ډېره مهمه ده چې له ټولو ترهګرو شبکو څخه چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.
د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې متن لا هم رسنیز شوی نه دی خو د تاوتریخوالي کمېدل، له افغانستان د امریکايي عسکرو وتل، د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو لپاره ګټه نه پورته کول او له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو پیل یې مهم موضوعات یاد شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له قوله، د تاوتریخوالي د کمېدو پر اووه ورځني وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ بحثونه شوي دي او اوس باید په افغانستان کې “سولې ته هم یو چانس” ورکړل شي.