دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 259384
امام حسن عسکري (ع)؛ د مسلمانانو د ژوند نمونه
ابو محمد حسن بن علي (ع) (۲۳۲-۲۶۰ هـ) چې په عسکري، نقي، ذکي، فاضل او امین لقبونو مشهور و، د حضرت مهدي (عج) پلار، امام علي هادي علیه السلام زوی او د شيعه ګانو يوولسم امام دي.

د پلار له شهادت وروسته په ۲۲ کلنۍ کې امامت ته ورسېد او شپږ کاله یې د شیعه ګانو امامت وکړ. د هغه امامت د عباسي خليفه ګانو تر سخت کنټرول لاندې و، خو د عباسي حکومت له ټولو پرله پسې فشارونو او هڅو سره سره يې د اسلام د ساتنې او د اسلامي ضد افکارو په وړاندې د مبارزې لپاره يو لړ سياسي، ټولنيز او علمي فعاليتونه ترسره کړل.

له اسلام څخه دفاع او د شکونو ردول او د ممتازو شاګردانو روزنه، له شیعه ګانو سره د استازو په وسیله د اړیکو د حلقې پراخول، د پټو سیاسي فعالیتونو رهبري کول، د سیاسي پوهاوي لوړول، شیعه ګانو ته مالي ملاتړ ورکول، د حضرت مهدي (عج) د هغه ځای ناستی په توګه معرفي کول. د غیبت د وخت لپاره د شیعه ګانو چمتو کول او نورې قضیې د هغه امام له فعالیتونو څخه وو.

بالاخره امام حسن عسکری (ع) د معتمد عباسي په حکم د ۲۶۰ کال د ربیع الاول په اتمه مسموم او شهید شو او په همدې ښار سامرا کښې د خپل پلار د قبر څنګ ته ښخ شو.
 
https://avapress.com/vdcg7y9xtak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته