کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پرون لوټماران، د نن عدالت غوښتونکي

12 عقرب 1401 ساعت 12:06

سيد عزيزالله عباسي: هغو کسانو چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې په مهمو دولتي او غیردولتي ادارو کې کار کړی، ښه وړتياوې يې درلودې او په ډېرو اسانتياوو يې لاسرسي درلوده او د هېواد د پرمختګ لپاره يې د کار کولو زمينه برابره کړې وه، خو له بده مرغه په دې کلونو کې د افغانستان په بیا رغونه کې یې څه ونه کړل، په داسې حال کې چې د نړۍ له هېوادونو څخه د افغانستان د ښې حکومتوالۍ، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، بیارغونې او پوهنې په برخو کې په ملیاردونو ډالر ولګول شول، خو د افسوس ځاي دي چي د پخواني حکومت لوړ پوړي چارواکي او هغه کسان چې له بهرنیو بنسټونو سره یې تړاو درلود هیڅ کار يي ونه کړ.


د جمهوري ریاست پر مهال د بېلابېلو ملي او نړیوالو موسسو له خوا ترسره شوې څېړنې ښيي چې د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او پاتې ۱۰ سلنه یې په بهرنیو ادارو او یا په دولت کې کار کوي، له همدې امله ویلای شو چې د دغه حضور په ترڅ کې ۲۰ کلونه وشول چې امریکا په افغانستان کې نه یوازې دا چې د خلکو ژوند ښه نه کړ، بلکې فقر او لوږه یې زیاته کړه او د خلکو ژوند یې د خطر سره مخامخ کړ.
 
سره له دې چې لوېديځوال په دې پوهېدل چې په مهمو دولتي پوستونو کې مفسد او خود غرضه کسان دي، خو دا چې د افغانستان د بيارغونې اراده يې نه درلوده، نو د مفسدينو ملاتړ يې وکړ او نورو هېوادونو ته يې د پيسو د لېږد زمينه برابره کړه. د افغانستان بډایه نفوس او پاتې نور د فقر تر کرښې لاندې راښکته شول او د وخت په تیریدو سره خلک له دولت څخه لرې شول.
 
کله چې امریکایان له هیواده ووتل، د خپلو لاسپوڅو افغانانو په ملګرتوب یې په لوړو دولتي او غیردولتي ادارو کې نه یوازې دا چې پیسې یې له ځانه سره واخیستې بلکي دوی ټول اقتصادي او نظامي زیربناوې يي هم ویجاړ کړ.
 
د جمهوري ریاست او هغه خلک چې ځانونه یې د هیواد او خلکو وفاداران او همدارنګه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافعین ګڼل، په رسنیو کې یې غږ پورته کړ چې د بیلابیلو بنسټونو څخه په بیلابیلو عنوانونو کې پروژې ترلاسه کړي؛ خو دجمهوریت له ړنګیدو وروسته دغو خلکو هیوادوال یوازې پریښودل او لومړی یې په تېښته لاس پورې کړ او په هغو هېوادونو کې کډوال شول چې له وړاندې یې د خپل ځان او خپلو اولادونو لپاره تیاری نیولی و.
 
ياد شوي عوامل د دې سبب شول چې د جمهوري رياست له ړنګېدو وروسته د هېواد اقتصاد په چټکۍ سره راښکته شو او خلک له سختې بې وزلۍ او کړاونو سره مخ شول او له بلې خوا امريکا پر افغان بانکونو بنديزونه ولګول او سوداګرو ته يې د وارداتو او صادراتو په برخه کې ډېرې ستونزې پيدا کړې.
 
لويديځ هېوادونه په افغانستان کې له سختې ماتې وروسته اوس په هېواد کې د قومي جګړې په لټه کې دي او هڅه کوي چې د ټولنیزو رسنیو د پرله پسې اټکلونو په ګډون د خپلو اجیرانو په ګمارلو سره يو بل بحران رامنځته کړي.
 
د خوښۍ ځای دلته دی، که څه هم له څه باندې یوه کال راهیسې په غربي رسنیو کې د توکم پالنې منفي تبلیغات روان دي، خو د افغانستان پر عامه افکارو یې ډېر اغېز نه دی کړی، ځکه ولس د دوی له تېرو کړنو خبر دی.
 
که د جمهوري ریاست چارواکو په تېرو شلو کلونو کې په دقت سره کار کړی وای او په کارونو کې یې فساد نه واي اوس به د هېواد اقتصاد له پښو نه واي غورځېدلی، خو له بده مرغه خپلو شخصي ګټو ته یې د ټولنیزو ګټو پر ځای ترجیح ورکړه، غلاوې یې وکړې او پیسې یې د نړۍ په نورو هیوادونو کې ولګولې.
 


د مطلب کود: 260477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/260477/د-پرون-لوټماران-نن-عدالت-غوښتونکي

آوا
  https://www.avapress.com