دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 301591
د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ښځو حقوق
رحمت الله فیضان/ د میرمنو د حقوقو موضوع په اسلامي شریعت کې ځانګړی اهمیت لري. اسلام د ښځو لپاره ځانګړي حقوق ټاکلي دي چې د هغوی انساني کرامت، اقتصادي خوندیتوب، او کورنۍ اړیکې تضمینوي.
د افغانستان د امرباالمعروف وزارت په وینا چي په تیرو ۳ کلونو کې د شل زرو میرمنو حقوقي قضیو ته لکه میراث ، د اجباري نکاح مخنیوی،  سپینږیرو ته د نا بالغه نجونو ودولو او د میرمنو پروړاندي د نورو تاوتریخوالو مخنیوی شوی دی.
دا هڅه د ستایني او تقدیر وړده خود ښځو د حقوقو د اعادې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې لا زیات تمرکز او دوام ته اړتیا لري. د ښځو حقوق د اسلام په سپېڅلي دین کې ځانګړی ځای لري، د دې حقوقو ساتنه او عملي کول په هره ټولنه کې ځانګړي تدابیر غواړي هیله ده چي د دغو تدابیرو په کارولو سره د اسلامی امارت موظفې ادارې په خاص ډول د امرباالمعروف وزارت وتوانیږي د خپلو خویندو حقوق اعاده کړي .
۱. د ښځو میراث، مهر او اساسي حقوق:
اسلام ښځو ته د میراث او مهر حقوق ورکړي دي. له بده مرغه، په ډېرو افغاني ټولنو کې د ناسمو دودونو او رواجونو له کبله ښځې له دې حقوقو محرومې وې. د اسلامي امارت تر واک لاندې، شل زره ښځو ته د هغوی حقونه بېرته ورکړل شوي دي چي  دا یو لوی پرمختګ دی چې ښځې د هغوی دیني او قانوني حقونو ته رسوي.
۲. د اجباري نکاح مخنیوی:
اسلام د نکاح لپاره د دواړو خواوو رضایت شرط ګڼي. په هغو قضیو کې چې ښځې د جبر یا د ناوړه دودونو پر بنسټ واده کولو ته اړ شوي وې، اسلامي امارت د اجباري نکاح پنځه زره قضیو مخنیوی کړی دی. دا د ښځو لپاره یو ستر بری دی، چې هغوی د خپل ژوند په اړه د تصمیم نیولو حق ترلاسه کوي.
۳. سپینږیرو ته د کوچنیو نجونو د واده مخنیوی:
اسلام د واده لپاره مناسب عمر او وړتیا شرط ګڼي. په وروستیو شپږو میاشتو کې زر قضیې ثبت شوې دي چې په کې کوچنۍ نجونې سپینږیرو ته په زور واده کېدلې. د دې قضیو مخنیوی د ښځو او نجونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اسلامي امارت هڅې څرګندوي.
دا په داسي حال کې ده چي په نړیواله کچه د میرمنو پر وړاندي تاوتریخوالې او نا اصافي زوراخیستی په نړیواله کچه تیر کال د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس  ۸۵ زره ښځې په قصدي ډول وژل شوې دي  دا شمېره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سخت وضعیت ښيي چي لومړی مقام پکې افریقا او دوهم مقام پکې امریکا خپل کړی دی.
په امریکا کې هم د ښځو قصدي وژنې زیاتې شوې دي، چې ډېری یې د کورني تاوتریخوالي او جنسي تیریو له امله دي. سره له دې چې امریکا یوه پرمختللې سیمه ګڼل کېږي، خو ښځې لا هم پکې د تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي.
اسلامي امارت، چې د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره ځان ژمن ګڼي، دا هیله ترې کیږي  چې د ښځو د حقوقو د اعادې په برخه کې یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې نړۍ ته د اسلامي نظام د عدالت او برابري ښکلی انځور وړاندې کړي او دټولي نړۍ میرمني په خپلو هیوادونو همدې میکانیزم د تطبیق غوښتنه وکړي .
https://avapress.net/vdceoz8xzjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته