د ایران د لوړپوړو چارواکو کابل او هرات ته سفرونه ـ چې پکې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستی سفر او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د لوړې کچې اقتصادي پلاوي تازه سفر شامل دي ـ له کابل سره د ستراتیژیکو همکاریو په برخه کې د تهران مثبت لید څرګندوي.
په همدې لړ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي معین رسول مهاجر په مشرۍ، د ایران د ترانسپورت او ښارجوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو د مدیریت مرستیال او د بیرجند یا جنوبي خراسان والي سره یو ځای، هرات ته سفر وکړ. دوی د خپل سفر په لومړۍ ورځ، د هرات صنعتي ښارګوټي او خواف–هرات اورګاډي کرښه وکټله، او د هرات له والي او د سوداګرۍ اطاقونو له مسؤلینو سره یې خبرې وکړې .
په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو په اړه مفصلې او هر اړخیزې خبرې وشوې. د هرات والي د ایران له هغو هڅو چې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه یې کړي، هرکلی وکړ او د سوداګرۍ اسانتیا، د اورګاډي کرښې څخه ګټه اخیستنه، د ترانزیټي ستونزو حل او د موجودو ننګونو له منځه وړلو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلامجار، د هرات والي، په خپلو خبرو کې د اشغالګرو قواو ظلمونو ته اشارې سره وویل: «لوېدیځوالو د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې پرته له بدبختۍ بل څه افغانستان ته نه دي راوړې، په ځانګړي ډول د تریاکو کر او د اعتیاد خپرولو په برخه کې یې مهم رول درلود.» نوموړي زیاته کړه چې له اشغال څخه وړاندې، د اعتیاد پدیده په افغانستان کې موجوده نه وه، خو د امریکا له یرغل وروسته، د ځانګړو او ککړو تخمونو په ترویج سره، ځوان، تعلیمیافته نسل او آن ښځې هم اعتیاد ته ور ټیل وهل شوې.
نوموړي وویل چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، له شلو زرو زیاتو معتادینو درملنه شوي او عادي ژوند ته راګرځېدلي دي. د امیرالمؤمنین په امر، د مخدرو موادو کر او قاچاق تحریم شوی او پدې برخه کې اغېزمن اقدامات ترسره شوي دي. همداراز، هغه مافیایي شبکې چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت یې ګواښاوه، له منځه یووړل شوې او سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی.
تښتونې (اختطافونه) چې پخوا یې د سوداګرو او کاروباریانو کورنۍ ځورولې، صفر ته راټیټې شوي، او اوس زرګونه کورنۍ د رخصتیو پر مهال په ډاډ منه فضا کې سیر سیاحت او تفریح ته له خپلو کورونو بهر دښتو او رغو ته ځي ، پرته له دې چې له کوم ګواښ سره مخ شي. دا ستره امنیتي لاسته راوړنه، د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره خوندي زمینه ده چې ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول ایران، کولی شي ترې ګټه پورته کړي.
د ایران دبهرنیو چارو وزارت اقتصادی مرستیال ښاغلي رسول مهاجر، ، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې دا یو مهم فرصت دی د سوداګرۍ ودې ، اقتصادي پراختیا او د ترانسپورتي لارو د پراخېدو لپاره. نوموړي هرات ولایت د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو مهم وصل ټکی یاد کړ او پر دوهاړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي عباس عراقچي، هم منلې وه چې طالبانو په تېرو درې نیمو کلونو کې په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات ټینګ کړی دی. دا څرګندونې د تهران رسمي دریځ د افغانستان د روان وضعیت په اړه ښیي.
په افغانستان کې ناامنۍ د مجاهدینو له خوا د پخواني شوروي اتحاد د پوځ تر ماتې وروسته پیل شوې او په ۱۳۷۱ کال کې له افشار خونړۍ فاجعې سره یې زور واخیست ؛ دا ستر تاریخی جنایت د عبدالرب رسول سیاف په فتوا پیل ، د احمدشاه مسعود او د سیاف ځواکونو له لوري عملا پیل شو چي پکې سلګونه زموږملکی شیعه مذهبه هیواد وال د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې په ډیره بې رحمي ووژل شول .
د ناستي په دوام کې، ښاغلي مهاجر د ایران او افغانستان ترمنځ ژور فرهنګي، ديني او تاریخي مشترکاتو ته اشاره وکړه او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره هیلې بښونکې ژمنې وړاندې کړې.
افغانستان هم غواړي چې لومړی له ګاونډیو هېوادونو سره، او بیا له سیمې او نړۍ سره، ګډې پانګونې وکړي. د افغانستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ درېاړخیز اقتصادي کنسرسیومونه یا اتحادیې او ګډ سوداګریز اتاقونه جوړول، کولی شي د سیمې د سوداګرۍ پراختیا ته لاره هواره کړي.
هیله ده چې د دې لیدلوري په دوام او د اقتصادي پلاو په فعال حضور سره، موجودې ستونزې له منځه ولاړې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بنسټیزو همکاریو پراختیا ته نوره هم زمینه برابره شي.