دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 314719
نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل : د ملي ګټو، ارزښتونو او حکمت پر بنسټ دی
رحمت‌الله فیضان/ په دې ورځو کې، چې افغانستان له سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو څخه وځي ، د اسلامي امارت هڅه دا ده چې د هېواد د ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او خپلواکۍ تر څنګ له نړۍ سره معقول، متوازن او اسلامي تعامل ولري. له همدې امله، د هغو کسانو له لوري چې نه یې دفتر معلوم دی، نه سنګر، نه یې د خدای په لار کې پوزه وینه شوې، او نه یې د دریشۍ تڼۍ قرباني کړې ده، د نیوکو په تړاو څو ټکي د یادونې وړ بولم:
موږ پر الله سبحانه‌وتعالی توکل لرو، او د اسلامي نظام بنسټونه د قرآن، سنت او فقهې پر اساس ټینګه و . هغه تعاملات چې له نړیوالو سره تر سره کېږي، د حکمت، مصلحت او اسلامي اصولو په چوکاټ کې دي، نه د تسلیمۍ یا ادغام په هدف.
په نړیواله کچه د اسلامي دعوت لپاره دروازې پرانېستل، له امت سره همغږي، او د حق پیغام رسونه هغه رسالت دی چې د اسلامي نظام مشرتابه ور ته غاړه ایښې ده. له همدې امله، د دیپلوماټیکو او اقتصادي مجراو له لارې د افغانستان د موقف تقویه کول زموږ د ملي عزت برخه ده.
د فلسطین په قضیه کې زموږ دریځ روښانه دی: دا زموږ د عقیدې، وجدان او شرعي مسؤلیت برخه ده. د اسلامي امت درد زموږ درد دی، او زموږ رهبرانو تل د مظلومو ملاتړ کړی، هغه هم په حکمت او تدبر سره .
د وخت، شرایطو او امکاناتو له مخې، حکمت ایجابوي چې د تعامل له لارې اسلامي ارزښتونه خوندي او پراخ شي، نه دا چې د احساساتو پر بنسټ نظامونه سقوط وکړي او ملتونه بیا له صفره پیل ته اړ شي.
د حاکم اسلامي نظام مشران که "معتدل" او که "افراطي" بلل کېږي، دا یوه دسیسه ده چې له ډېر وخت راهیسې د استعمار او استکبار له خوا روانه ده. موږ پر دې باور یو چې د اختلافاتو ایجاد د امت د کمزورتیا سبب ګرځي، نه د قوت. موږ د اسلامي ورورولۍ او وحدت ارزښت ته ژمن یو.
هو، د اسلامي امت د وحدت، خلافت او عدالت نظام زموږ ارمان دی، خو دا هدف نه په شعار او نه په احساساتو عملي کېږي، بلکې د علم، حکمت، تقوا او زغم له لارې. د نن اسلامي نظامونه، که هر نوم لري، د همدې اوږده سفر پیل ګڼل کېږي.
په پای کې:
موږ د خپلو مسلمانو  وروڼو د نظریاتو درناوی کوو، خو له هغوی هم تمه لرو چې د نظام هڅې، قربانۍ او د ستونزو په منځ کې د تدبر سیاست ته په عادلانه نظر وګوري. د امت اصلاح یوازې له تورونو، انکار او جلاوالي نه، بلکې له صبر، تعاون او رښتینې نصیحت سره کېږي.
https://avapress.com/vdca6yneo49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته