دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 58294
امریکا په افغانستان کې له ماتې د تیښتې لپاره پاکستان ته مخه کړی ده
په پاکستان کې د امریکا سفارت ویندوی رویان هیروس وویل باراک اوباما به د راتلونکی اتبار ورځې په وینا کې له افغانستانه د امریکایی عسکرو د بشپړه وتلو اعلان وکړی . هغه اعتراف وکړ چې یوازې جنګی او عملیاتی عسکر به له افغانستانه ووځی چې معنا یې دا ده دامریکا استخباراتی عسکر او پوځی او سیاسی سلاکاران به چې زرګونو تنه دی ، په افغانستان کې پاتې شی .

هیروس همداراز زیاته کړی ده چې د ۲۰۱۴ میلادی کال د دسمبر په ۳۱ به په افغانستان کې د ناټو عسکرو پوځی عملیات ختم شی ، هغه له دغو څرګندونو سره په یووخت پا کستان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل امریکا له اسلام اباد سره په اوږدمهاله اړیکو ژمن دې او امریکا به د ۱۹۸۹ میلادی کال تیروتنې په ۲۰۱۴ م کال کې تکرار نکړی ، په دې معنا چې که امریکا په ۱۹۸۹ م کال کې په افغانستان کې د پخوانی شوروی له ماتې وروسته افغانستان پریښوده ، په ۲۰۱۴ م کال کې به دغه کار تکرار نکړ ی یعنی امریکا به په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .

ده همداراز زیاته کړی ده امریکا ډاډمنه ده چې پاکستان به په افغانستان کې د امنیت په ټینګولو کې له امریکا سره مرسته وکړ ی . په پاکستان کې د امریکا د سفارت ویندوی ، د پاکستانی پوځ په وسیله د افغان ملی پوځ له روزولو سره د اسلام اباد د دلچسپۍ په اړه وویل امریکا په دغه کار هیڅ اعتراض نلری .

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت ویندوی څرګندونو ته په پام سره باید وویل چې امریکا په دافغانستان کې هم له اقتصادی او هم پوځی پلوه ماته خوړلی ده او له دې زیات په دغه هیواد کې خپل انسانی تلفات نشی زغملې او نه ورته مالی حالات د دې اجازه ورکوی چې په دغه بڼه د افغانستان جنګ ته دوام ورکړ ی ، دا یعنی څه ؟؟ یعنی دا چې امریکا په بشپړه ماته خوړلی ده خو د خپل تکبر په وجه چې ځان د نړۍ یوازنې زبر ځواک بولی د پخوانی شوروی په شان په افغانستان کې خپله ماته نه قبلوی ، نو پر دې اساس یو ځل بیا یې پاکستان یاد شوې دې او غواړی چې له ۲۰۱۴ م کاله وروسته ورسره پاکستان مرسته وکړ ی او اسلام اباد هم غواړی چې د امریکا له دغې کمزورتیا په استفادې سره په افغانستان کې خپلو هدفونو ته ورسی ، چې مهم هدفونه یې د سټراټیجیکې ژورتیا ساتل ، په کابل کې د خپل تابعدار حکومت جوړول ،او همداراز د افغان پوځ روزنه چې تراوسه د افغان حکومت له مخالفت سره مخامخ ده . پا کستان په دغه کار سره غواړی چې د افغانستان لپاره داسې پوځ منظم کړی چې په بشپړه د پاکستان د سټراټیجۍ تابع وی او په راتلونکې هر حکومت چې په کابل کې راشی که له اسلام اباد سره مخالف وی ، نو د پوځ له لارې پرې دباو واچوی او حتی داسې کوم حکومت پر ضد پوځی کودتا به هم د پاکستان په ګټه وی .

پاکستان په سیمه په تیره بیا افغانستان کې د هندوستان سیال دې او دا نشی منلې چې د افغانستان پوځ د هندوستان په وسیله وروزل شی . په همدې اساس له طالبانو د اسلام اباد ملاتړ هم په حقیقت کې د پاکستان د ګټو په لړ کې دې ، اوس که دا ګټې د افغان حکومت یا شمالی اتحاد په وسیله تامین شی نو طالبانو ته به شاه کړ ی ، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ م کال کې یې په افغانستان د امریکا د حملې په وخت په تاکیتکی توګه طالبانو ته شاه کړه او اجازه یې ورکړه چې د طالبانو حکومت نسکور شی . لنډه دا چې له ۲۰۱۴ م کاله وروسته د افغانستان حالات نامعلوم او غیر ډاډمن ښکار ی ، امریکا به پا کستان ته په افغانستان کې د بشپړه لاسوهنې اجازه ورکړ ی او پخپله به د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړ ی چې هم ماته خوړلی ونه بلل شی او هم په سیمه کې خپلو استخباراتی لاسوهنو ته دوام ورکړ ی .

عاشق حسین طوری
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfj0dt.w6dc1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته