دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 83183
سیګار: بانکي سیکتور د یو بل مالي بحران له خطر سره مخ دی
تاند- دا «چین باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي» د ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې تحلیلي لیکنه ده چې په دې ټینګار کوي چې چین د خپلو ګټو د ساتنې لپاره باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي تازه کړي.
په دې تحلیل کې د افغانستان په ثبات او پرمحتیايي چارو کې د چین د کمزوري رول او د چین اندېښنې څرګندې شوي دي.
خپرونه وايي: چین تراوسه پوري د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ ته د دینګ ژیاوپینګ د مشهورې تګلارې پر اساس دوام ورکړی دی.
ژیاوپینګ په اتایمیه لسیزه کې ( له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۹) چین له سوسیالیستي اقتصاده د ازاد بازار اقتصاد ته هدایت کړ. ده نورو هیوادونو ته د سوسیالیزم د صادرولو پر ځای د خپل هیواد اقتصاد ته پام واړاوه.
د ورلډ پالیټیکس ریفیو د راپور له مخې، چینايي څارونکي وايي چې ښايي په اوس وخت کې خپلو ظرفیتونو او امکاناتو ته په پام سره افغانستان ته په ټیټه پیمانه توجه ښه ده ځکه چې هیڅکله هم د افغانستان د پالیسیو په برخه کې مخکښ رول نه شي لوبولی مګر که له پلان سره سم د سږ کال په پای کې د ناټو که ټول نه وي، اکثره محارب پوځیان ووځي، چین ته پکار ده د افغانستان په وړاندې په خپله پالیسي بیا کتنه وکړي او یو نوی دریځ خپل کړي.
چینايي کارپوهان وايي چې دغه هیواد په افغانستان کې د امریکا له پوځي هلوځلو ګټه کړې ده ځکه د ګڼو نورو هیوادونو خلاف چین د افغانستان په چارو کې کومه مهمه ونډه نه ده اخیستې.
خو د افغانستان د طبیعي زېرمو په څو لویو پروژو کې پانګونې چین د دغه هیواد په یوه مهم پانګوونکي بدل کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې د امنیت ساتنه یې افغان او ناټو پوځیان کوي.
په همدې حال کې چین د افغانستان د ثبات لپاره هیڅ هڅه نه ده کړې او د دغه هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې یې هم د پام وړ څه نه دي کړي.
خپرونه وايي چې په تېرو کلونو کې د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستان سره هم د ملیاردونو ډالرو مرسته کړې خو چین سره له دې چې له پاکستان سره ښې اړیکې لري د سیمې په تېره بیا د منځنۍ اسیا له طبیعي زېرمو سره لېواله دی.
ورلډ پالیټیکس ریفیو زیاتوي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره به ښايي له منځنۍ اسیا او پاکستانه لوېدیځوال مرستندویان هم ووځي او د سیمې هیوادونه له هغو پیسو بې برخې شي چې اوس یې ترلاسه کوي. پاکستان به له هغو پیسو هم محروم شي چې د ناټو له اکمالاتي کاروانونو څخه یې اخلي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا چین به د دې مرستو یوه برخه په غاړه واخلي؟
پالیټیکس ریفیو وايي، اکثره چینايان نور وېره نه لري چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د اوږدمهال پوځي حضور په لټه کې دي خو په چین کې په دې اړه انتقادونه اورېدل کېږي چې له څه باندې لسو کلونو جګړې سره سره ناټو د طالبانو په ځپلو نه ده بریالۍ شوې.
چینايي کارپوهان اندېښنه لري چې په افغانستان کې د لوېدیځوالو د پوځي ځواکونو د شمېر کمېدا به د چین لپاره، چې د افغانستان ګاونډی دی، ستونزې جوړې کړي.
چینايي استازو د افغانستان له حکومت سره د امنیت په ښه کولو او د مخدرو موادو په له منځه وړلو کې مرستې ته لېوالتیا ښودلې ده. خو له دې سره سره به د چین او افغانستان امنیتي همکارۍ د چین او د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هیوادونو د همکاریو په پرتله خورا لږه وي.
دا چې چین د افغانستان له حکومت او یا ناټو سره د ثبات په ټینګولو کې مرسته نه کوي علت یې ظاهراً دا دی چې چین نه غواړي د طالبانو دښمني په غاړه واخلي ځکه چې طالبان بیا ممکن په افغانستان کې د چین له اقتصادي ګټو غچ واخلي او یا ښايي طالبان د چین د حکومت له مخالفو مسلمانانو سره مرسته وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae6na.49nea1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته