کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سریلانکا بورډ مشر ولې پاکستان څخه ناراضه شو؟

22 میزان 1398 ساعت 17:49

ځوانې سریلانکايۍ لوبډلې د شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام لروونکي پاکستانۍ لوبډلې ته د درې شل اوریزو لوبو سيریز کې سر په سر د درې ماتو ورکولو وروسته ډک لاس خپل هيواد ته ستانه شوه.
خو داسې ښکاري چې سریلانکايي لوبغاړي لدې سفر ناراضه او ستړي شوي وو.
له همدې کبله خو د سریلانکا کریکټ بورډ مشر شامي سيلوا هم د سريلانکايۍ لوبډلې لپاره د نیول شوي امنيت څخه ناراضایت او شکايت وکړ.


ځوانې سریلانکايۍ لوبډلې د شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام لروونکي پاکستانۍ لوبډلې ته د درې شل اوریزو لوبو سيریز کې سر په سر د درې ماتو ورکولو وروسته ډک لاس خپل هيواد ته ستانه شوه.
خو داسې ښکاري چې سریلانکايي لوبغاړي لدې سفر ناراضه او ستړي شوي وو.
له همدې کبله خو د سریلانکا کریکټ بورډ مشر شامي سيلوا هم د سريلانکايۍ لوبډلې لپاره د نیول شوي امنيت څخه ناراضایت او شکايت وکړ.
نوموړي وويل سره د دومره امنيتي تدابیرو بیا هم د سریلانکايي لوبغاړو لپاره سهولتونه موجود نه وو. لوبغاړي به په يوه هوټل کې بند ساتل کيدل، او د باندې د تګ اجازه نه ورکول کيده. کله به چې لوبډله د سيالیو لپاره د باندې تلله، د سرکونو دخلاصيدو او بندیدو لپاره به يې په ساعتونو انتظار کاوه، چې لوبغاړي به ستړي ستومانه شول.
نوموړي وويل: (( تر درې څلور ورځو لپاره په يوه هوټل کې دننه بند پاتي کيدل او هلته اوسيدل ډير ستونزمن وي.که چیرې دومره زه هم پاتي شم، په تنګ کيږم.))
ټاکل شوې چې سریلانکا لوبډله به راتلوونکي دسمبر مياشت کې د ټيسټ سيالۍ لپاره پاکستان ته سفر وکړي. خو د سریلانکا کریکټ بورډ مشر شامي سيلوا ويلي چې پدې اړه به د لوبغاړو سره خبرې وکړي او که چیرې همدا حالت و، چې په اوسني سيريز کې پيښ شول، بیا پاکستان ته د ټيسټ سيالۍ لپاره ورتلل شکمن دي.
نوموړي وويل: (( پاکستان هغه ځای کې ډير خوښ و چې کله سریلانکا لوبډلې هلته سفر کاوه.خو مونږ بايد د ټيسټ سيالۍ لپاره هر څه له مخکې ارزيابي کړو.ځکه چې هلته لوبغاړي بیا پنځه ورځې په هوټل کې دننه ايساريږي.))
سيلوا وويل کله چې لوبډله سيالیو ته روانيږي  په لاره کې د سرکونو د بنديدو او خلاصیدو له کبله ساعتونه انتظار کوي.
(( کله چې سړکونه بندیږي دا پروسه تقریبا يو نيم ساعت او دوه ساعته وخت نيسي.دا ډیره ستړي کوونکي وي.د باندې د چکر اجازه هم نه درکويچ ې دا پخپله د ذهني او روحي ستونزې باغث ګرځي.))
شامي سيلوا زیاتوي چې لوبغاړي يواځې د هوټل دننه ساتل کيږي، دوي هم د باندې ګرځیدلو او سودا اخيستلو ته اړتيا لري.
((د دوی بهر چکر وهلو او ساعت تيري ته اړتيا لري. سوداګانې کوي. خوراکونه کوي.دوی غواړي چې نړۍ وويني او بیولوژيکي چاپیريال ګټه واخلي. ))
د يادولو وړ ده چې په ۲۰۰۹ کال لاهور ښار کې په سريلانکايي لوبغاړو د خونړي برید وروسته، دا لومړۍ ځل و چې سریلانکايۍ لوبډله پاکستان د سيالیو لپاره سفر کوي.
ياده دې وي چې د سريلانکا لوبډلې سره پدې سفر کې لسو پياوړو لوبغاړو شتون نه درلود. او بيا يې هم په يوې ځوانې لوبډلې سره وکولای شول چې لومړي مقام لروونکي پاکستانۍ لوبډله پخپل کور کې  په شل اوريزو سيالیو کې وايټ واش کړي.
لدې وړاندې د یو ورځنیو لوبو سيريز پاکستانۍ لوبډلې ګټلی وو.
د سريلانکا لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې د بریا سره وکولای شول چې شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې مخکيوالی ترلاسه کړي او له افغانستان څخه يې اووم مقام ونيو.


د مطلب کود: 193100

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/pishkhan/193100/د-سریلانکا-بورډ-مشر-ولې-پاکستان-څخه-ناراضه-شو

آوا
  https://www.avapress.com