دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 168561
محکمې د نشه‌يي توکو ۲۸ قاچاقبرانو ته د بند سزا واوروله
د افغانستان د مسکراتو اونشه یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز وايي، چې په تیرو اوو ورځو کې کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو د قاچاق د ۲۰ فضیو په تړاو ۲۸ تنو ته د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.
د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دغو کسانو ته له یو کال څخه نیولې تر ۱۶ کلونو پورې د حبس سزا اورول شوې ده.
د ښاغلي مؤحد پر وینا، دغه شمیر کسان د څه باندې ۴۹ کیلوګرامه هیروئینو، نږدې ۱۸ کیلوګرامه مورفین، ۱۴ کیلوګرامه اپین، ۱۸۱۵ کیلوګرامه چرس، ۱۶۱۴۰ لیټره استیک انهایدراید، ۱۲۲۴ لیټره الکول، څه باندې ۲ کیلوګرامه نشه‌يي ټابلیټ، ۵۴۵ ګرامه مت امفتامین، او ۶۰۰ کیلوګرامه هایدروکلوریک اسید د قاچاق کولو پر مهال د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي.
ښاغلي مؤحد دغه راز وویل، چې افغان پولیسو په دې موده کې د مخدراتو د قاچاق د ۹ قضیو په تړاو ۱۱ تنه نیولي او له اړوندو دوسیو سره یې د مسکراتو او مخدره موادو پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته سپارلي دي.
ښاغلي مؤحد زیاته کړه "په دغو قضیو کې ۳ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې نیول شوي دي او غوښتل یې چې نشه‌يي توکي هندوستان ته قاچاق کړي".
د هغه پر وینا پاتې تورن کسان په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.
ښاغلي مؤحد وویل، چې پولیسو له دغو کسانو څخه څه باندې ۶ کیلوګرامه هیروئین، ۲۳ کیلوګرامه اپین، ۱۹۵ کیلوګرامه چرس، ۱۴۰۰۰ کیلوګرامه د کوکنارو تخم، ۷۰۴ لیټره الکول او د K په نوم ۴۷ نشه‌يي ټابلیټ کشف او ضبط کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce4qss2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته