دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 171289
د انتخاباتو له اخلالوونکو سره د جدي اقداماتو په اړه د ټاکنو کمېسیون مشر غوښتنه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد ویلي چې د ټاکنو له اخلالوونکو سره دې جدي چلند وشي.

ښاغلي صیاد دغه څرګندونې پرون ماښام په ارګ ماڼی کې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه د نوماندانو او رای ورکوونکو پر امنیت د ټینګار تر څنګ وویل، چې هغه کسان چې قصد لري ټاکنې اخلال کړي، باید پر وړاندې یې جدي اقدامات وشي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویليو چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرل محمدشریف یفتلي د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي سکتور دچمتووالي په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هغوی د ټاکنو پروسې د امنیت د تامین په خاطر د یادو ارګانونو پر هراړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ وې ویل،  د نن ورځې په کنفرانس کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر پر هراړخیزه پلان بحث او خبرې وشوې او ټولو منسوبینو په دې اړه خپلې طرحې او وړاندېزونه وړاندې کړل.
د ارګ ماڼی له مخې، د امنیتي سکتور د ارګانونو منسوبینو د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خلکو، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ډاډ ورکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjf0fnyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته