دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 118769
د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د کار د پیل امر وکړ
د ترکمنستان د دولتي اژانس د راپور له مخې ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د ترکمن ګاز او ترکمن ګازنفت سترای دولتي کمپنیو ته د نومبر په ۷امر وکړ چې د ګازو د پایپ لاین د خپلې برخې کار دې په ډسمبر میاشت کې شروع کړي.

د اقتصاد ډاکټر او د پوهنتون استاد غلام حبیب د ټاپي پروژه له درې اړخونو د افغانستان په ګټه بولي:

"دا پروژه د افغانستان لپاره زښته زیاته مهمه ده؛ یوه اقتصادي مساله ده، بله سیاسي مساله ده او بله د امنیت له جهته ګټه لري. دا پروژه چې افغانستان ته داخلیږي یوه اندازه کار ورسره خلکو ته پیدا کیږي؛ یو اندازه ګاز افغانانو ته ورکول کیږي په عین زمان کې موږ له پاکستان سره ښه روابط پیدا کولی شو؛ د دې لپاره چې ګټې مو له اقصتادي جهته شریک کیږي."

تمه ده چې د ټاپي پایپ لاین د هرات د تورغونډۍ له لارې د فراه او کندهار له ولایتونو پاکستان او هند ته ګاز ولیږدوي. دغه پایپ لاین ۱۸۰۰ کیلومتره اږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان له خاورې تیریږي او پر دې پروژې به تر لس میلیارډه ډالر ډیر لګښت راشي.

د پوهنتون استاد غلام حبیب په دې باور دی چې د ټاپي له پروژې سره به د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي ښه شي:

"که موږ افغانستان او پاکستان له فرانسې او جرمني سره مقایسه کړو. هغوی یوه ستونزه لرله، یوه منطقه وه د ستراسبورګ په نوم دا سیمه د فرانسې او جرمني تر منځ ده. پر دې سیمې څو ځله دغو دوو هېوادو جګړې وکړې خو کله چې د دغو دوو هېوادو ګټې شریکې شوې دوی له جګړې لاس واخیست او کرار شول له دې پلوه زه فکر کوم که د افغانستان او پاکستان ګټې هم شریک شي چې همدغه پایپ لاین دغه ګټې سره شریکوي؛ نو امکان شته چې نور پاکستان په افغانستان کې بې ځانه مداخله ونه کړي."

د ټاپي د پروژې له پیلېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره کسانو ته کار پیدا شي او هر کال به افغانستان د دې پروژې لهبشپړېدو وروسته ۳۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ له لارې ترلاسه کوي او د دې ګازو ۱۶ په سلو کې به افغانستان ته ورکول کیږي.

د ترکمنستان د دولتي ورځپاڼې د خبر له مخې د ټاپي پروژې پایپ لاین به هر کال د ۳۳ میلیارډه متر مکعب ګازو د لیږدېدو وس لري او د ۲۰۱۸ کال تر اخره به د ترکمنستان ګاز د دې پایپ لاین له لارې هند ته واستول شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdch-6nzw23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته