دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 123481
موږ سوله غواړو، خو څوک چې جنګ کوي سخت به یې ځپو
زه غواړم له تاسو هر یوه څخه ستاسو د زړورتیا، اسلامي تعهد او وطن دوستۍ له امله مننه وکړم
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولس مشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون د ملي نظامي اکاډمي د افسرانو د اتمې دورې د فراغت په مراسمو کې وویل: نن د افغانستان ۵۴۹ ځوانانو د اتلولۍ لومړی ګام واخیست.

د هېواد ولس مشر زیاته کړه، زه غواړم له تاسو هر یوه څخه ستاسو د زړورتیا، اسلامي تعهد او وطن دوستۍ له امله مننه وکړم، په داسې حال کې چې نور ځوانان له هېواد څخه په تېښته کې دي تاسو د هېواد دفاع کوئ، دا د ژمنتیا نښه ده، ځکه وطندوستي خبرې نه بلکې عمل دی او د افغانستان ملي اردو د وطندوستۍ بنسټ او ممثله ده.

محمد اشرف غني د ځوانو په ځانګړي ډول د ښځینه افسرانو له والدینو مننه وکړه او وې ویل: ستاسو کورنۍ د افغانستان په راتلونکي باور لري او له هغوی مننه چې خپل اولادونه یې د خطر او په عین حال کې د ملي ناموس د ساتنې ډګر ته وړاندې کړي دي.

ولسمشر وویل: دا بنسټ په سیمه کې بې ساری دی، ځکه دلته د سربازۍ عملي درس لوستل کېږي. هغه د ملي دفاع وزارت له مشرتابه پلاوي او د ملي اردو له جنرالانو او د نړیوالو دوستو هېوادونو له مرستو څخه مننه وکړه.

ولس مشر غني څرګنده کړه، تېر کال د افغانستان د بقا کال وو. تاسو جنرالانو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو دا ثابته کړه، چې د نورو وړاندوینې ناسمې وې.

هغه زیاته کړه، تاسو د خلکو له منځ څخه راپورته شوي یئ او د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لرئ او له کومې ورځې مو چې دا مقدس لباس اغوستی له هغه وروسته پښتون، تاجک، هزاره او ازبک و بلوڅ او فارسی بان نه یئ، بلکې یوازې مسلمان افغان او د ملي اردو افسران یئ.

د هېواد ولس مشر وویل: د افغانستان په هره لوېشت خاوره او نقطه کې د افغانستان د ټولو خلکو پر وړاندې ستاسو ژمنتیا یو برابر ده، ځکه د هېواد لویه پانګه یانې د دې خاورې د ملي ناموس ساتنه ستاسو په واک کې ده.

ولس مشر غني څرګنده کړه، له خلکو سره د اردو اړیکې نږدې دي، ځکه تاسو نن یوازې د وسلې د استعمال درس نه دی لوستی، بلکې د خلکو د پالنې درس مو هم زده کړی دی او د خلکو دپالنې لپار ستاسو هر مثبت ګام د دولت پایې ټینګوي.

ولس مشر وویل: د ورځې په جریان کې مې د کار بدترینه شیبه هغه ده چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د شهیدانو ارقام وینم. د ورځې سل نور غمونه له دې ارقامو سره برابر نه دي، ځکه د هر عدد تر شا یو ژمن، وفادار، باورمند، مسلمان او یو وطنپرست انسان وجود لري.

ولس مشر وویل: د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د شهیدانو وینه هیڅ وخت زما نه هېرېږي او زما ژمنه داده، چې د دوی کورنیو ته د امتیازاتو په ورکولو کې به هغوی په لومړي کتار کې وي نه په وروستي کې.

ولس مشر په ټینګار وویل: زمونږ په سیاسي اراده شک مه لرئ او څرګنده یې کړه، مونږ سوله غواړو، خو هغه کسان چې له مونږ سره جنګ کوي سخت به یې وځپو.

محمد اشرف غني وویل: دا مه هېروئ چې جنګ په مونږ تحمیل شوی دی پر همدې بنا د قران مجید، نبوي احادیثو او شریعت احکام مونږ ته اجازه راکوي چې له ملي ناموس څخه دفاع وکړو.

هغه د هېواد د ملي اردو جوړښت ته په اشارې وویل، مونږ چې کومه اردو غواړو، مسلکي، ملي او په ټولو اسلامي عقایدو سمباله اردو ده. په اردو کې سیاست، اړیکې او تړاو هیڅ ځای نه لري او هیڅوک ستاسو تر منځ توپیري چلند نشي کولی.

ولس مشر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې په هکله وویل، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز په موخه هره دروازه ټکوم.

هغه ټینګار وکړ، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په خاطر د دروازې ټکول زمونږ کمزوري نه ده، بلکې له نړیوالې ټولنې سره زمونږ د ګډو ګټو په خاطر ده، ځکه زمونږ برحقه مبارزه د باطل پر ضد ده.

هغه ترهګرو ته په خطاب کې وویل: القاعده! کور مو دلته خرابېږي، داعشیانو! دلته تباه کېږئ او د سیمې ترهګر دلته ځای نه لري.

ولس مشر طالبانو ته په خطاب کې وویل: که افغانان یئ، نو ځانونه له ترهګرو کړیو څخه جلا کړئ او د ملت غېږې ته ور وګرځئ.

هغه څرګنده کړه، سوله د خدای امر دی، خو زما او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو اراکینو مسوولیت دی چې د بدترین حالت لپاره تیاری ونیسو او د بهترین حالت هیله هم ولرو.

د هېواد ولس مشر وویل: عزت په خدمت کې دی، ستاسو د هر یوه په څېره کې د ملي دفاع وزارت او د ملي اردو راتلونکې رهبري وینم. دا په تاسو پورې اړه لري چې څنګه له بریدملي څخه سترجنرالۍ ته رسېږئ، خو ستاسو په مقابل کې هیڅ ډول تبعیض وجود نه لري.
https://avapress.com/vdcevx8zzjh8wei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته