دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 123789
عامې ورغتیا وزارت په ټول هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ پرضد ملي کمپاین پیلوي

د عامې روغتیا وزارت به د خپلو همکارو موسساتو؛ یونېسېف او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) سره په ګډه د سه شنبې په ورځ، د مارچ په 15مه نېټه په افغانستان کې د پولیو پر ضد له ۵ کلونو څخه د کم عمر ۹ میلیونو ماشومانو د واکسینولو ملي کمپاین په لاره واچوي. دا کمپاین به د مارچ تر ۱۸مې نېټې دوام ومومي او د دې کمپاین په بهیر کې به له ۶ مياشتو نيولي بيا ترپنځه کلنۍ پوري ټولو ماشومانوته وېټامین اې هم ورکړل شي.


پولیو يا ګوزڼ یوه فلج کوونکې ناروغي ده چې تداوي نلري او یواځې د واکسین  له لارې یې مخنیوی کیدای شي. په افغانستان کې، په هره دورې کې باید له ۵ کلونو څخه  کم عمر هر ماشوم واکسین کړل  شي. په نړی کې یواځې دوه هېوادونه – افغانستان او پاکستان – تر دې دمه دوه داسي هيوادونه پاته دي چې د ګوزڼ يا پولیو ناروغي پکې شتون لري. د ګوزڼ يا پوليو د تاريخ په اوږدو کي دا ترټولو وړه جغرافیوي سیمه ده چي د پوليو ناروغي پکي شتون لري او دبل هروخت په پرتله مونږ اوس د ګوزڼ يا پوليو ناروغي له منځه وړلو ته نږدې شوي يو. ویټامین اې د وجود د مقاومت سیستم د کارکولو لپاره اړین دی.  ټولو ماشومانوته  د ۶ میاشتو تر ۵ کلنو پوری  د پوليو د واکسين ترڅنګ بايد ويټامين آې هم ورکړل شي  ترڅو يي د ناروغیو په وړاندې د وجود مقاومت لوړ شي. ویټامین اې د ماشومانو د بدن مقاومت قوي کوي  چي ورسره ددوی د بقا چانس پیاوړی کيږي او د هغوی په ودې، نمو او پرمختګ کې مرسته کوي.


د هر کمپاین په بهیر کې ستاسو د ماشومانو واکسینېدل د ګوزڼ يا پوليو په وړاندي د هغوی مقاومت لا پياوړی کوي. والدینو ته دا مهمه ده تر څو پوه شي چې د پولیو واکسین مصئون دی او د ماشومانو د پولیو (ګوزڼ) د مخنیوي لپاره یواځینۍ لاره ده. د پولیو واکسین د نړی په ګوټ ګوټ کې د اسلامي ټولنې د مشرانو لخوا تایید شوی دی. مهمه ده تر څو پدې وپوهيږوچې د پولیو واکسین د نوي زیږیدلوويده او ناروغو ماشومانو لپاره ډير اړين دي. د ناروغ او نوي زيږيدلي ماشوم د بدن مقاومت کم وي. د پولیو واکسین جانبي اغیزې نلري او کوم واکسین چې په افغانستان کې کارول کیږي د هغو واکسینونو په شان دی کوم چې په نورو اسلامي هېوادونو کې کارول کیږي.


دا ملي کمپاین به د شاوخوا ۶۰۰۰۰ روزل شویو واکسیناتورانو لخوا عملي شي. دا واکسیناتوران او د لومړی کرښې ساحوي کارکوونکي په ټولنه کې د اعتماد وړ خلک ټاکل شوي دي، دا ځکه چې د ماشومانو مراقبت او ساتنه دوی ته ارزښت لري.


د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر دې دمه یو افغان ماشوم د پولیوناروغۍ له امله په فلج اخته شویدی 


که د هر کمپاین په بهیر کې هر ماشوم ته واکسین ورکړل شي، نو په د روان ميلادي کال تر پايه په افغانستان کې پولیو له منځه وړل شونی دی. هغه میندې چې د کمپاین په بهیر کې یې اولادونه له واکسين کولو پاته شي، په کلکه هڅول کیږي ترڅو نږدې روغتیايي مرکز ته خپل ماشومان د پوليو يا ګوزڼ په وړاندي د واکسين کولو لپاره يوي. 


سرچينه : دعامې روغتيا وزارت
https://avapress.com/vdcfcmdy1w6d0ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته