کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولس مشر غني د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې:

تاسې د نظام د ثبات اساس یئ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 25 حوت 1394 ساعت 13:51


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولس مشر محمد اشرف غني پرون ماښام د کندهار، هلمند، زابل، بامیان، غور او بادغیس ولایتونو د ولسوالیو د ملي امنیت مدیرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي د یاد ریاست له لوري د ملي امنیت د مدیرانو، امرینو او منسوبینو د وړتیاو د لوړولو په موخه د جوړ شوي سیمینار په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي اندرابي وویل: په یاد سیمینار کې د ملي امنیت د منسوبینو د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ د ولسوالیو د ملي امنیت له مدیرانو سره د دوی د ارقامو د ارزښت، صحت او کره والي په هکله هم بحث وشو او دوی ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به لا ډېر دقت او توجه وکړي.

وروسته د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ دملي امنیت  مدیر او د کندهار اطرافي مدیر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وې ویل، په سیمینار کې یې د دښمن د پټن ځایونو او د تګ راتګ د لارو د تشخیص، له علماو، متنفذینو او خلکو سره د ګډ کار په هکله ډېر څه زده کړل.

دوی همدارنګه په ولسوالیو کې د ودانیو د نشتوالي، د مقرریو، ترفیعاتو، په ولسوالیو کې د ملي امنیت منسوبینو د ظرفیتونو او په نورو برخو کې شته ستونزې یادې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د شایسته سالارۍ د اصل په اساس دې د مجازاتو او مکافاتو میکانیزم رامنځته شي.

ولس مشر غني د هغوی د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، تاسو د نظام د ثبات اساس یئ، ځکه موږ ستاسو د معلوماتو په اساس تصمیم نیسو، څومره چې دغه معلومات دقیق وي، همغومره به زموږ تصامیم هم ګټور وي.

د هېواد ولس مشر د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې وویل: تاسو د وصل نقطه یئ، ځکه دولت ستاسو د معلوماتو په اساس پرېکړې کوي، نو له دې امله تاسو مهم یئ. هغه ټینګار وکړ، د افغانستان ولسوالۍ باید د دښمن له تهدید څخه خوندي وي، ځکه زموږ موخه د ولس خوندیتوب او  ارامي ده.

ولس مشر غني وویل، زمونږ جنګ د باطل پر ضد د حق مبارزه ده او باید دغه جنګ وګټو، ځکه موږ د راتلونکو نسلونو لپاره مبارزه کوو. هغه زیاته کړه، راتلونکي نسلونه ستاسو د هڅو، مبارزو او سرښندنو له برکته مصئون کېدلی شي، نو له دې امله باید د خپل کار ارزښت درک کړئ.

محمد اشرف غني وویل: ترهګرو مونږ ته بدمرغي راوړې او زموږ هېواد یې د جګړې ډګر ګرځولی. هغوی  زموږ  ماشومان، ښځې او مشران شهیدانوي. هغه په ټینګار وویل، دا د اتلانو وطن دی او موږ به د افغانستان له پاکې خاورې څخه د دوی تر نابودۍ پورې د هغوی پر ضد وجنګېږو.

ولس مشر په ولسوالیو کې د ودانیو د کمبود ستونزو ته په اشارې وویل، سږ کال په ځینو ولسوالیو کې کمپلکسونه جوړېږي، چې په کرار کرار به د ټولو ولسوالیو د ودانیو د کمبود ستونزې حل شي.

ولس مشر غني وویل: د ښارونو او په لویه کې د هېواد ثبات او بې ثباتي په ولسوالیو پورې تړلی دی که ولسوالۍ امن شي، نو ښارونه او لویې لارې ورسره باثباته او خوندي کېږي. هغه دا هم وویل، تر څو چې سرحدي ولسوالۍ امن نشي، نو هېواد له امنیتي پلوه نه خوندي کېږي.

ولس مشر غني په ټینګار وویل، له اداري فساد سره زموږ مبارزه جدي ده، د فساد مراکز معلوم دي چې په اساسي توګه به تصفیه شي. هغه زیاته کړه، خلک امنیت، ثبات، تعلیم، ښه ژوند او عدالت غواړي.

هغه د سیستم او نظام اصلاح او د همغږي رامنځته کولو ته په اشارې وویل، هغوی چې په واسطو او وسیلو مقرر شوي همدوی د فساد لامل او د همغږي پر وړاندې لوی خنډ دي، په دې برخه کې به بنسټیز اصلاحات راولو.

محمد اشرف غني د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د یو شفاف میکانیزم په اساس دې د بستونو ارتقا او د ملي امنیت د منسوبینو ترفیعاتو ته پاملرنه وشي. هغه وویل، څوک چې وظیفوي غفلت او ناغېړی کوي باید د اصولو په اساس مجازات او هغوی چې زحمت باسي او شپه ورځ صادقانه مبارزه کوي هغوی باید تقدیر شي.


د مطلب کود: 123812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/123812/تاسې-د-نظام-ثبات-اساس-یئ

آوا
  https://www.avapress.com