دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۹
د مطلب کود : 123868

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې د شمالي انتلانتیک د تړون سازمان سرمنشي د سیمې او افغانستان لپاره د ناټو د همکاریو او پلانونو په هکله د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او د سولې د خبرو، اداري فساد سره د مبارزې، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې د افغانستان حکومت درهبري د هڅو مننه وکړه.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل، د هغو ارزونو په بنسټ چې ناټو د افغانستان حکومت سره په همغږي د امنیتي وضعیت په هکله ترسره کړي، ۲۰۱۵ کال د افغانستان لپاره له امنیتي پلوه سخت کال وو. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د زیاتو ننګونو باوجود د افغانستان په دفاع او د امنیت په تامین کې بریالي شول.

هغه وویل، په نظامي عملیاتو کې د افغانستان د هوایي ځواکونو ونډه دا ښیي چې دا ځواک  تر پخوا ډېر فعال شوی او له ښې توانایي څخه برخمن دی.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه، ناټو له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمنه ده او له یوې لسیزې راهیسې له ترهګري سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان حکومت سره په مشترکه توګه کار کوو. هغه زیاته کړه، ناټو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او  د مرستې په برخو کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او په مالي برخه کې به هم همکار پاتې شي.

د هېواد جمهور رئیس د ناټو او هغو هېوادونو له همکاریو څخه مننه وکړه چې د ایساف او غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې یې له افغانستان او په ځانګړي ډول په نظامي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې کړې دي. هغه همدارنګه په افغانستان کې د جګړې پرمهال د ناټو د وژل شویو سرتېرو یادونه هم وکړه.

د هېواد جمهور رئیس وویل، تېر کال د افغانستان د بقا کال وو او همدارنګه یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وکړه چې د ناټو د ماموریت له پایته رسېدو وروسته یې د وطن د سراسري دفاع مدیریت په غاړه واخیست.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له دې چې سخت کال درلود ، د دولت ، اساسي قانون او ملي ارزښتونو د بقا لپاره یې خپلې ژمنې پر ځای کړې.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اساسي قانون پیرو دي او په سختو شرایطو او د نظامي عملیاتو پرمهال یې په بېلابېلو ساحو کې د بشر حقونه رعایت کړي دي.

جمهور رئیس غني وویل، د وارسا غونډه به له افغانستان سره د ګډو همکاریو په برخه کې یو عمده ګام وي او په راتلونکي کال کې به هم په سیاسي او ستراتيژیکو برخو کې همکارۍ زیاتې شي.


https://avapress.com/vdcd9s0fjyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته