دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 124204
سږ کال به په هلمندکي تر(۵۰۰۰) هکتاره مځکه له کوکناروپاکه سي
په هلمند کي د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رئیس وايي : په نږدې وختونو کي به د کوکنارو کمپاین پیل کړي او نږدې پنځه زره هکتاره مځکه به له کوکنارو پاکه کړي.
دغه څرګندوني په داسي حال کي کوي ، چي سږ کال د کوکنارو نېښ ته يوازي د ګوتو په شمېر څو ورځي پاتي دي.
له بلي خوا په هلمند کي امنیتي حالت هم د دې جوګه نه دی ، چي د کوکنارو د اړولو هدف دي په اسانۍ ترلاسه سي.
د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رئیس سید احمد ورور وايي په نږدې وختونو کي به د کوکنارو کمپاین پیل کړې.
دی دغه څرګندوني په داسي حال کي ، کوې ، چي د کوکنار کر حاصل ته خورا نږدې سوی دی ، او دې ولایت ته هره ورځ ډلي ، ډلي کسان د نېښ وهلو لپاره راځي.
ورور وايي : سږ کال به ښايي د پنځه زره پر شاوخوا د کوکنارو کښتونه واړوي ، خو په اوسني شرايطو کي دی هم ډاډ نه دی ، چي دې هدف ته دې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د سروې پر اساس سږ کال هلمند کي تر اتیازره هکتاره مځکه په کوکنارو کرل سوې ده ، چي تر ټولو لوی لامل يي په ولسوالیو کي پراخه نا امني په ګوته سوې ده.
د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رئیس هم وايي ، په هغو سیمو کي کوکنارو د نورو کلونو په پرتله ډېر کرل سوي ، چي تازه د دولت له ولکې وتلي دي.
په جنوب کي سږ کال د هلمند باباجي ،او مارجه په بشپړه توګه د دولت له کنټروله وتلې ده او د خانشین او ګرشک په ګڼو سیمو کي طالبان فعالیت کوي ، چي خلکو يي په ډاډه زړه کوکنار کرلي دي.
هلمند کي تر سل زره وګړې په نشې روږدي دي ، اکثره هغه ځوانان نشیان سوي ، چي د دوی په وینا له تاریاکو ، هیروینو او نورو نشه يې توکو سره يې سروکار وي.
له بلي خوا عام خلک وايي مجبور دي ، پرته له کوکنارو بل څه کي ډوډۍ نسي پیدا کولای ‎.تېر کلونه په شنو سیمو کي د کوکنارو کښتونو کچه صفر ته راټيټه سوې ، خو سږ کال په شنو سیمو کي د غنمو د کښتونو ترڅنګ د کوکنارو ګلان هم لیدل کیږي او خلک وايي د تېر په پرتله د کوکنارو کښتونه ډېر کرل سوي دي.
د کوکنارو د کمپاین پیل به ښايي سږ کال هم له یو شمېر دښتي سیمو را پیل سي ، خو خلک اوس کمپاین ته په هغه نظر نه ګوري ، چي څو کلونه د مخه د کوکنارو پر اړولو غښتلي وه.
تردې د مخه د سیمي خلکو له دولت د کرنیزو حاصلاتو لپاره د مارکېټ جوړول ، د پنبې نرخ لوړول او کرنیزو پروژو پلي کېدل ، د کوکنارو ښه بدیل بللی و ، خو په دې اړه دولت خپلي ژمني نه دي پوره کړي.
سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdciu5az5t1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته