دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 124234
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار د پاکوالي پروګرام نن له بي بي مهرو سیمې څخه رسماً پیل کړ.
د دغه پروګرام د پیلولو پرمهال د فواید عامې وزیر او د کابل ښاروالۍ سرپرست د جمهور رئیس ملتیا کوله، هغه د خپلو خبرو پرمهال وویل، په کابل ښار کې د کثافاتو زیاتوالی زموږ د هېوادوالو له عمده شکایتونو څخه یو دی او دغه د پاکوالي پروګرام د ګذر وکیلانو او د کابل ښار مشرانو سره له سلا او همغږي وروسته پلی کېږي.
جمهور رئیس زیاته کړه، نن د کابل ښار د ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ د کثافاتو د ستونزې د حل په موخه لومړی ګام اخیستل کېږي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، تراوسه پورې له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ زره متر مکعب کثافات راټول شوی او د قوه کار لومړی اقدام دادی چې دغه کثافات ډېر ژر له کابل ښار او بګرامیو ولسوالۍ څخه ګزک سیمې ته ولېږدوي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په دویم ګام کې د کثافاتو د تصفیې د تخنیکي ارزونې په خاطر د څلورو معتبرو نړیوالو شرکتونو له جملې څخه تر ټولو غوره انتخابېږي، تر څو کثافات په اساسي توګه تصفیه شي او د امکاناتو په صورت کې به له کثافاتو څخه انرژي هم تولید شي.
محمد اشرف غني وویل، په دریم ګام کې ترتیبات نیول شوي دي چې ”د سولې لپاره کار“ پروګرام کې د کابل د دوامداره پاکوالي په خاطر به یوه ځانګړې قوه انسجام اوپه وروستي پړاو کې اعلان شي.
محمد اشرف غني وویل، څلورم ګام د خصوصي سکتور ونډه ده او د دوی طرحې په ناحیه واره توګه د تطبیق په موخه تر څېړنې لاندې دي.
جمهور رئیس غني وویل، په پنځم ګام کې د کابل ښار د پاکوالي په خاطر په ښاري پیوستون پروګرام کې زموږ د ښاریانو ونډه مهمه ده، تر څو د کابل هر ګذر د یو منسجم پروګرام لرونکی وي او ټول خلک خپله ونډه ادا کړي.
جمهور رئیس وویل، موږ هر یو باید کوڅه، ګذر، ناحیه او ښار خپل وبولو او په پاکي او نظافت کې یې ونډه واخلو.
محمد اشرف غني وویل، کابل ښاریانو ته زما پیغام دادی چې د ګذر وکیلانو او د کابل ښار مشرانو سره له مشورو وروسته به په څو پړاوونو کې د کابل ښار اساسي ستونزې حل شي او سږکال به کابل ښاریان او د ګاونډیو ولایتونو خلک د یو عمده تحرک شاهدان وي.
جمهور رئیس له رسنیو او خلکو څخه وغوښتل چې یاد پروګرام وڅاري او د بې غوري او نورو ستونزو د لیدلو پرمهال دې، دی په جریان کې کړي.
د اقتصاد عالي شورا کې د جمهور رئیس د پرېکړې په اساس کابل باید په څو پړاونو کې له کثافاتو څخه پاک شي او دا پروګرام دوامدار جریان پیدا کوي. د یادې شورا د پرېکړې پر بنسټ د کار قوه چې تازه د فواید عامې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوې، په هره ربعه کې به یو ځل په دې پروګرام کې همکاري کوي.
سرچينه : سایت ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcbfab8arhb55p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته