دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 125757
د جمهور رئیس غني په مشري د کډوالۍ عالي کمیسیون غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د کډوالۍ عالي کمیسیون غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د کډوالۍ عالي کمیسیون غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال، اجرائیه رئیس، د کډوالو چارو وزیر او یو شمېر نورو وزیرانو او اړوندو مسوولینو هم حضور درلود. غونډې له اداري فساد سره د مبارزې پر پالیسي او د کډوالو چارو وزارت د فعالیتونو د تنظیم د مقررې، د پناه ورکولو چارو قانون او د داخلي بې ځایه شویو د سروې د پلان په هکله بحث وکړ.
غونډې له بحث او څېړنې وروسته د کډوالو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې پالیسي په پرنسیب کې تائید کړه.
جمهور رئیس د کډوالو چارو وزارت رهبري پلاوي ته وویل، د بشر ي منابعو او اداري فساد سره د مبارزې لپاره باید عملي او واضح پلان ولري.
جمهور رئیس غني وویل، د کډوالو مسله له عمده ملي مسایلو څخه یوه ده او د کډوالو او بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدګي په موخه دې ځانګړې بودجه په پام کې ونیول شي.
هغه وویل، حکومت باید د طبیعي پېښو او جنګونو له امله د بېځایه شویو لپاره واضح امکانات او تیاری ولري، تر څو پر وخت د هغوی ملاتړ او ورته رسیدګي وکړي.
په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو له ایران سره د اسنادو نه لرونکو کسانو د ثبت په هکله د پیشنهادي تفاهم لیک او همدارنګه له المان سره د پیشنهادي تفاهمنامې په هکله معلومات ورکړل.
جمهور رئیس وویل، په یادو هېوادونو کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره باید اقدام وشي او پر تفاهم لیک دې دقیق بحث وشي، تر څو د کوربه هېوادونو په همکاري د کډوالو ستونزې حل شي.
همدارنګه د داخلي بې ځایه شویو د سروې په هکله خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې مالیې وزارت دې د یادې سروې د ترسره کولو لپاره مالي امکانات برابر کړي.
په همدې ترتیب د کډوالو چارو وزارت د تفتیش ریاست د کابل، لغمان، بغلان او بلخ ولایتونو په هکله راپور وړاندې کړ او وې ویل، په یادو ولایتونو کې د کډوالو ځمکې غیر مستحقو کسانو ته وېشل شوې دي.
جمهور رئیس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارله چې د یادوولایتونو والیانو سره په تفاهم د یادو ځمکو د ساتنې او مستحقو کډوالو ته د هغو د وېش په برخه کې لازم دقت وکړي.
https://avapress.com/vdccppqsm2bqim8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته