کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غدیر؛ دولایت دنور شکاره کیدل په تاریخ کی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 3 میزان 1395 ساعت 11:40

که دغدیر څخه په ښه توګه حفاظت او هغه څه چی پیغمبر (ص) په دا ورځ کی ټینګار ورباندی کړی وو عملی سوی وای، نن به مسلمانان مظلوم نه وای واقع سوای.


که دغدیر څخه په ښه توګه حفاظت او هغه څه چی پیغمبر (ص) په دا ورځ کی ټینګار ورباندی کړی وو عملی سوی وای، نن به مسلمانان مظلوم نه وای واقع سوای.
دآوا دخبر ګزاری دګزارش له مخی، حجت الاسلام والمسلمین سید عبدالعظیم فاضل حسینی؛ دراه امین دفرهنګی او اجتماعی بنیاد رییس په دی بیان سره چی غدیر دولایت دنور شکاره کوونکی په تاریخ کی دی: هغه حادثه چی په برکه کی دمکی او مدینی ترمنځ رامنځته سو، همیشه ژوندی او دبشر دنورو نسلو لپاره تر قیامته یو پیغام لری.
هغه اضافه کړه: غدیر دخدای دمهم پیغام بیانوونکی او ددین داکمال ورځ او دنعمت داتمام ورځ دی خو درسول الله (ص) وروسته مظلوم واقع سو.
دا دینی عالم ادامه ورکړه: که دغدیر څخه په ښه توګه حفاظت او هغه څه چی پیغمبر (ص) په دا ورځ کی ټینګار ورباندی کړی وو عملی سوی وای، نن به مسلمانان مظلوم نه وای واقع سوای.
ښاغلی حسینی تصریح کړ: داسلام دنړی اوسنی وضعیت بالخصوص هغه جامعه چی افغانستان دهغه سره مخامخ دی دغدیر دکلتورپوهیدو ته سخت ضرورت لری.
هغه اظهار درلودی: دامام حسین (ع) عاشورا دغدیر ادامه دی، که په تیرو وختو کی علوی کلتور د اموی کلتور سره مخامخ وو نن دنړی دلوی قدرتونو سره په عین حال کی دغرب مبتذل قدرتونو سره مخامخ دی.
دراه امین دفرهنګی او اجتماعی بنیاد رئیس وویل: په دا حال کی لازم او ضروری دی چی دغدیر او امام حسین (ع) عاشورا دکلتور په ادامه سره د نا اشنا کلتورو په مقابل کی مقاومت شکاره سی.
دمجلس په ادامه کی حجت الاسلام والمسلمین مصباح، دافغانستان دعلماوو دشورا غړی هم وویل: دغدیر دورځی واقعه ټول په اجمالی ډول پیژنی چی دا ورځ د حضرت علی (ع) منصوبیدو ورځ دمسلمانانو دلومړنی امام په حیث دی، خو دا کافی نه دی، ځکه چی غدیر باید په جزئیات سره دڅیړنی لاندی ونیول سی او دمسلمانانو دژوند دتحول باعث سی.
هغه وویل: متاسفانه په حاضر عصر کی دغدیر داختر په ورځ یواځی دهغه څخه تجلیل کیږی او په هغه ډول چی باید وڅیړل سی نه څیړل کیږی چی دهغه څخه واقعیتونه استخراج او دمسلمانو ځوانانو لاسو ته ورکړل سی.
هغه ادامه ورکړه: موږ په داسی حال کی دغدیر څخه ښه تحلیل او تفسیر ته ضرورت لرو چی مختلف شبهات دهر خوا څخه په دا برخه کی مطرح کیږی چی دولایت او رهبری اصل تر سوال لاندی راولی، په همدی برخه کی باید دولایت مسئله او دحاجیانو دتوقف اهمیت د غدیر دمهم امر لپاره ورته ډیر توجه وسی.
ښاغلی مصباح ویله: دغدیر او هغه څه چی په هغه ورځ کی رامنځته سو دمختلفو مذاهبو بالخصوص اهل سنت او جماعت په ظاهری نګاه سره اختلاف سته، خو دی ته باید اکتفا ونه سی چی دپیغمبر (ص) کوم خلفا ډیر برتری لری او دولایت معنی څه شی دی بلکی ددی نظر څخه تر بحث لاندی ونیول سی چی دحضرت علی (ع) موقف داصحصابو په منځ کی څنګه دی.
دا دینی عالم دی په اشاره سره چی حضرت امام علی(ع) داهلبیت او دتطهیر دآیه مصداق دی وویل: هغه حضرت دنورو اصحابو سره دمقایسی وړ نه دی او دهغه موقعیت دنورو صحابه وو څخه لوړ وو او دا هغه وخت په اثبات ورسیدی چی دولایت معنی درسول الله (ص) په کلام کی شکاره سو.
دافغانستان دسراسری علماوو دشورا غړی وویل: هغه نسخه چی نن باید دعلما او پوهانو لخوا مسلمانانو ځوانانو ته ورکړل سی دا دی چی حضرت علی(ع) نه یواځی دا چی درسول الله (ص) خلیفه دمنطق په اساس دی بلکی داهلبیت(ع) څخه دی.
د یادونی وړ دی: دا محفل دعلماوو، روحانیونو او ځوانانو په ګډون دغدیر دتاریخی واقعی دتحلیل او تجلیل لپاره په کابل کی رامنځته سو.


د مطلب کود: 131091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/131091/غدیر-دولایت-دنور-شکاره-کیدل-په-تاریخ-کی

آوا
  https://www.avapress.com