دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 131148
محقق:د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه باید د بروکسل له غونډې مخکې پای ته ورسېږي
د اجرائیه رئیس دویم مرستیال غواړي چې د بروکسل له غونډې مخکې د ملي یووالي حکومت د مشرانو اختلافونه پای ته ورسېږي.

د اجرائیه رئیس دویم مرستیال غواړي چې د بروکسل له غونډې مخکې د ملي یووالي حکومت د مشرانو اختلافونه پای ته ورسېږي.
ښاغلي محقق وویل:«هیله لرو هغه ځینې د نظر اختلافونه چې شتون لري،انشاالله چې په نږدې راتلوونکو ورځو کې حل شي بد فال نه نیسو،جدي ستونزه نه احساس کېږي.»
اخوا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلافونه،نه بلکې د لید لورو توپیر شته.
د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس به نن ماښام د سرشمېرنې د قانون او نورو موضوع ګانو په اړه خبرې اترې ولري.
ښاغلي مرتضوي څرګنده کړه:«په ملي یووالي حکومت کې د لید لورو توپیر شته.لکه چې په یوې اداره کې کولای شي د لید لوري توپير شتون ولري او په یوې کورنۍ کې هم کولای شي شتون ولري،خو هېڅکله اختلافونو شتون نه درلود. نن ولسمشر او اجرائیه رئیس له ۵ تر ۶ بجو له یو بل سره لیدنه لري.»
دا غونډه د افغانستان لپاره ډیره برخلیک ټاکونکې ده. نړیواله ټولنه به په دې غونډه کې له کابل سره په ډیرو مرستو ژمنه او بیا کتنه وکړي.
تر اوسه دملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه نه دي اوار شوي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه حامد صبوري په دې اړه وايي:«د دغو دوو تنو اختلافونه چې له افغانستان څخه استازي توب کوي. د بروکسل په غونډه کې پر هغو ژمنو منفي اغېزه کوي چې په راتلوونکي کې د افغانستان لپاره ترسره کېږي.»
د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونو،دننه په افغانستان کې پر ټولو برخو سیوری غوړولی دی.
د سیاسي چارو شنوونکی هارون میر په دې اړه داسې نظر لري:«نه یوازې دا چې په دغو شپو او ورځو کې د دې لپاره ډېر غږونه پورته دي چې وايي د حکومت مشروعیت پای ته رسېږي،د ننه په حکومت کې شخړې د دې لامل کېږي چې حکومت کمرزوری شي.»

https://avapress.com/vdcdof0fjyt0sf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته