دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 133000
له پاکستان څخه د هغو راستنیدونکو افغان کډوالو سره چې د مهاجرت اسناد و نه لري، د بیړنیو مرستو لړۍ نن دوشنبه د هغه پلاوي له لورې چې له مرکز څخه يي ننګرهار ته سفر کړی و او د ننګرهار د والي لخوا د تورخم په صفري کرښه کې رسما پرانیستل شوه .

له پاکستان څخه د هغو راستنیدونکو افغان کډوالو سره چې د مهاجرت اسناد و نه لري، د بیړنیو مرستو لړۍ نن دوشنبه د هغه پلاوي له لورې چې له مرکز څخه يي ننګرهار ته سفر کړی و او د ننګرهار د والي لخوا د تورخم په صفري کرښه کې رسما پرانیستل شوه .
د غه مرستې د هغه پلان له مخې پیلیږي چې په دې وروستیو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او د یوشمیر ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ له راستنیدونکو کډوالو سره د بیړنیو مرستو په موخه جوړ شوی و چې د دغه پلان پر اساس د روغتیايي خدماتو ، د څښاک اوبه او د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترڅنګ له پاکستان څخه د هر بې اسناده راستنیدونکو کډوال سره د یو شمیر ښکیلو ادارو د استازو په شتون کې د ۳۳۵۰ افغانیو مرستې کیږي .
له مرکز څخه د راغلي پلاوي په ترکیب کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستبالې ډاکټر عالمې، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال انجینیر احمد ولي حکمي ، د لومړۍ میرمن د دفتر دوه تنه سلاکارانې او یو شمیر نورو چارواکي ګډون درلود.
یاد پلاوی یکشنبه د خپل سفر په لومړۍ ورځ په هغه ناسته کې چې د ولایت په شاهي ماڼې ګې جوړه شوې وه ګډون وکړ چې په دغه ناسته کې د ننګرهار والي، محلي چارواکي او د یو شمیر مرستنیدویه ادارو مسولین هم ګډون درلود .
په ناسته کې د مرستو د ویش پر څرنګوالي او د دغې پروسې پر شفافیت خبرې وشوې .
د کډوالو وزارت د پناه غوښتنوکو مرستیالې ډاکټر عالمه په دغه ناسته کې له راستنیدونکو کډوالو سره د دولت د مرستو د پلان په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته يي کړه چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو سره د بیړنو مرستو لپاره دولت ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي .
نوموړې ننګرهار ولایت ته د پلاوي د سفر موخه په تورخم کې له راستنیدونکو کډوالو سره د نقدي مرستو د لړۍ پیل و باله .

وروسته بیا د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال انجینیر احمد ولي حکمي وویل چې د بې اسناده راستنیدوکو کډوالو له شاوخوا ۴۰ سلنو سره يي د راستنیدنې پرمهال د کډوالۍ نړیوال ( IOM ) مرسته کوي او له دې وروسته د تورخم له لارې له پاکستان څخه ټول راستنیدونکي کډوال به د دولت له دغو مرستو برخمن شي .
احمد ولي حکمي د مرستو د ویش پر شفافیت ټینګار و کړ او په دغه پروسه کې يي د لاشفافیت غوښتنه وکړه .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل بیا له راستنیدونکو کډوالو سره د دولت دغه مرستې یو اړتیا و بلله او له دې امله یي له مرکزي حکومت څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل د مرستو د ویش په پروسه کې د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره مرستې د بانکي سیستم له لارې ویشل کیږي او راستنیدوکي کډوال کولای شي خپلې نقدي مرستې د بانک له لارې ترلاسه کړي .
هغه خپلو کارکوونکو ته دنده وسپارله چې د بانکونو له مشرانو سره په دې برخه کې خبرې وکړي ترڅو په رسمي او غیر رسمي وختونو کې راستنیدونکو کډوالو ته مرستې و ویشي .
یاد پلاوی د خپل سفر په دویمه ورځ د ننګرهار والي سره یوځای د تورخم صفري کرښې ته سفر وکړ او د مرستو لړۍ یي دغلته رسما پرانیستله .
د مرستو د پرانیستلو پر مهال په تورخم کې د ننګرهار والي خبریالانو ته وویل چې ، د ولسشمر په لارښوونه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ دغې پروسې ته ځانګړې شوې او له هر بې اسناده راستنیدونکي کډوال سره سر له نن نه د ۳۳۵۰ افغانیو نقدي مرستې کیږي .
نوموړي وویل چې دغه پروسه د کډوالو وزارت تر مدیریت لاندې پیلیږي هغه له دې امله د وزارت له مشرتابه پلاوي نه مننه وکړه .
وروسته بیا د مرستو د ویش پر مهال د یاد وزارت د پناه غوښتنونکو مرستیالې وویل چې د دغو مرستو له بودیجې نه د ختیځو ولایتونو له شاوخوا ۱۰ زرو بې ځایه شویو اوهغو راستنیدونکو کډوالو چې له دې وړاندې له پاکستان څخه ګډه شوې هرې کورنۍ سره یي د ۱۰ زره افغانیو مرسته کیږي .
د وزارت مرستیالې وویل په پام کې ده چې د راتلونکي لپاره نوره بودیجه هم د دولت له لورې راستنیدونکو کډوالو ته ځانګړې شي او په دې برخه یو وجهي صندوق هم جوړ شوی دی .
نوموړې په خپلو خبر کې زیاته کړه چې د نقدي مرستو ترڅنګ افغان دولت د دوې د سرپناه لپاره هم ځمکه په پام کې نیولې .
د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال بیا د مرستو د ویش پر مهال د ننګرهار له ولایتي ادارې او د لومړۍ میرمن له دفتر نه مننه وکړه چې په یاده پروسه کې يي له دوې سره مرسته وکړه .
نوموړي د راستنیدونکو کډوالو د سرپناه په اړه وویل چې په کابل او ننګرهار کې ۳۰ زره د ځمکو نمرې مستحقو راستنیدونکو کډوالو ته په پام کې نیول شوې دي .
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب کاموال په تورخم کې وویل چې اداره یي راستنیدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي خدماتو لپاره چمتووالی لري هغه وویل چې روغتیايي ګرځنده ټیمونه هم د روغتیايي خدماتو لپاره په تورخم کې کار کوي .
یاد پلاوی او د ننګرهار والي له تورخم څخه د بیر راستنیدو پر مهال په لار کې د ثمر خیلو په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راستنیدنې له مرکز څخه هم لیدنه وکړه .
په پام کې ده چې له تورخم وروسته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستو دغه لړۍ سپین بولدک ، اسلام قلعه او میلک سیمو ته هم و غځول شي .

https://avapress.com/vdccx1qsx2bq1x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته