دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 133002
امنیتي ځواکونو ۲۴ وسلوال وژلي او ۲۷ ماینونه یې کشف او شنډ کړي
په هلمند ولایت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۴ وسلوال مخالفین وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.

په هلمند ولایت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۴ وسلوال مخالفین وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغان خبری آژانس له مخی، د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات د «قهرمیوند» په روانو عملیاتو کې رامنځته شوي او عملیات کوونکو ځواکونو د مخالفینو لخوا چاودنو ته ایښودل شوي ۲۷ ماینونه کشف او شنډ کړي.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، چې په بولان سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند الوتکو بمباري کړې ده، چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه وسلوال وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي.
په وژل شویو مخالفینو کې د طالبانو مهم قومندانان او سرګروپان هم شامل دي او یو هاوان یې ویجاړ شوی دی.
په همدې حال کې ځانګړو ځواکونو د دویمې حوزې اړوند په «سورګودر» سیمه کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې د طالب قومندان ناصر په ګډون ۸ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو سراچه موټر او درې موټر سایکلونه یې ویجاړ شوي دي.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او په دریمه حوزه کې یې ډیرې سیمې د مخالفینو له شتوالي څخه پاکې کړي دي.
دغه راز په بولان سیمه کې علیات کوونکو ځواکونو د دولت وسلوالو مخالفینو له لورې د خلکو په کورونو او عامه ځایونو کې چاودنو ته ایښودل شوي ۲۷ ډول ـ ډول ماینونه کشف او شنډ کړي او د ماینونو وسایل او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي

https://avapress.com/vdce7x8zwjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته