دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 133043
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ تنو وسله والو مخالفینو وژل شوي ډي
د ملي دفاع وزارت وای، په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د ۱۷ افغان پوځیانو او ۷۹ تنو وسله والو مخالفینو وژل شوی دي.

د ملي دفاع وزارت وای، په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د ۱۷ افغان پوځیانو او ۷۹ تنو وسله والو مخالفینو وژل شوی دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د دفاع وزارت ویلی دی، دغه مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ګډو تعرضي او برید کوونکو عملیاتو کې رامنځ ته شوې ده.
د دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه که راغلی دی، چې د توپچي او هوايي ځواکونو په مرسته د پلیو افغان ځواکونو دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، کنړ، پکتیکا، کندهار ارزګان زابل، بادغیس، فراه، هرات، فاریاب، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
سرچینو زیاتیوی، چې د ۷۹ وسله والو د وژل کېدو تر څنګ ۲۱ تنه نور ټپیان شوي او دوه سیمه ییز قوماندانان یې ژوندي نیول شوي دي.
خوتراوسه طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcjxtevtuqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته