دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 159801
هلمند کې د ماینونو خنثی کولو قهرمان خپل ژوند له لاسه ورکړ
د هلمند په ولایت کې د ځمکنیو ماینونو د خنثی کولو ماهر بهادر اغا، چې شپږ ځلې یې د طالبانو د ماینونو د خنثی کولو پر وخت ټپونه اخیستي وو، په ټوکه کې ویلي وو، چې د ماینونو د خنثی کولو پر وخت اوومه چاودنه به یې ژوند واخلي، خو د هغه دا ټوکه رښتیا شوه.
د سلګونو ماینونو او چاودیدونکو توکو د خنثی کولو وروسته هغه د تیرکال په وروستیو کې هلمند کې د یو ځمکني ماین د خنثی کولو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه ۳۱ کلن افغان پولیس، به د ځمکنیو ماینونو او چاودیدونکو توکو د ایستلو لپاره د مخ او سر د حفاظتي خولۍ او د بدن د ساتنې د زرې واسکټ او دستکشو د اخیستلو پرته په هلمند کې د افغان ځمکني ځواکونو مخې ته ایښودل شوي ماینونه او چاودیدونکي توکې خنثی کول او په دې توګه یې د بې شمیره خلکو ژوند ژغورلی دی.
د دغو حفاظتي وسایلو له کارولو پرته بهادرخان په دې پوهیده، چې که یو ناسم حرکت وکړي، نو هغه به یې ژوند پای ته ورسوي، خو له دې سره سره هغه د ژوندي پاتې کیدو لپاره دا احتمالات منلي وو.
بهادرخان د "وایس نیوز" خبریال بین انډرسن ته د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې په تلویزیوني مرکه کې په خندا ویلي وو" شپږ ځلې زه ټپي شوی یم او پر اووم ځل کیدای شي چې ژوند له لاسه ورکړم".
تیر ۲۰۱۷ دسامبر کې دا شیبې راورسیدې او هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تیرو څلور لسیزو جګړو د ځمکنیو ماینونو د شتون په برخه کې افغانستان په نړۍ کې په لومړي هیواد بدل کړی.
د ملګروملتونو د شمیرنو پر اساس تیرکال ماینونو او ناچاودو توکو په افغانستان کې شپږ سوه کسان وژلي، چې د بهادرخان په ګډون له سلو زیات یې یوازې په هلمند کې د ماینونو قرباني شوي دي.
د بهادرخان اخښي احمدشاه ځلاند د "فرانس پریس" خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې طالبانو د یو ماین د ښخولو پرځای د دوو ماینونو ښخول پیل کړي وو، کله چې لومړی خنثی شو، نو دوهم چاودنه وکړه.
هغه وویل " دوهم ماین ....بهادرخان له موږ نه واخیست".
د هلمند د امنیتي وضعیت له امله تر تیرې میاشتې د هغه پر مړینې خلک خبر نه شول.
د بهارخان خپلوان وایي دغه وطنپرست او مسلکي پولیس د خپلې کورنۍ د غړو او په ځانګړي ډول د طالبانو پرلاس د خپلې د مور پر مړینې ډیر غمجن وو.
هغه د "وایس نیوز" خبریال انډرسن ته ویلي وو" زما کورنۍ ختمه شوه، هرڅه ختم شول، ممکن زه به مړ شم، کومه خبره نشته".
ښاغلي انډرسن چې د بهادرخان د مرګ خبر یې د خپل ټویټر پر پاڼه خپور کړی ویلي، هغه په خپلو سترګو بهادرخان لیدلی وو، چې هغه د ډزو د دوام په صورت کې هم د سړک په منځ کې ښځ شویو ماینونو خنثی کولو کار ته دوام ورکاوه او سرتیرو ته چې په زرې موټرو کې پناه اخیستې وه لاره پرانیستله.
ښاغلي انډرسن د فرانس پریس آژانس ته ویلي، چې پر هغه او ملګرو یې ډزې کیدلې، خو بهارخان یې پروا نه کوله، نورو ټولو ځانونه خوندي ځایونو کې پټول، خو هغه به په همدې حالت کې هم ولاړ و او حرکت به یې کوه.
د بې کسۍ جنازه
بهادرخان په ۱۵ کلنۍ کې د پولیسو په لیکو کې جذب شو.
بهادرخان د " وایس نیوز" خبریال ته هغه عکسونه ښودلي وو، چې په ګولیو او د ماین پاکۍ پر وخت د ماینونوپه پرچو ټپي شوی وو او ورسره یې ویره له زړه وتلي وه." یوه پرچه یې په تندي کې ننوتې وه، خو د هغه مغزو ته یې زیان نه و رسولی".
هلمند کې د بهادر ملګري د هغه د نوم یادونه کوي چې د زړورتیا معنی ورکوي او وایي، هغه په رښتیا زړور وو او کله به چې حالات پیچلي شول، نو بهادرخان به پیچلو ستونزو ته حل لټوه.
د بهادرخان یو ملګري، حبیب الله فرانس پریس ته ویلي " حکومت زمونږ ژوند ته پاملرنه نه کوي".
د بهادرخان سرښندنو ته په پاملرنې په افغانستان کې د هغه مړینې ته ډیره پاملرنه ونه شوه.
په افغانستان کې په جګړو کې په زرګونو د پوځ او پولیسو سرتیري مړه او ټپیان شوي دي، خو افغان حکومت په جګړه کې د تلفاتو شمیر د خلکو د خبرتیا لپاره نه خپروي.
د بهادرخان د جنازې په لمونځ کې، چې د هغه د مړینې یو ورځ وروسته ترسره شوه او تابوت یې د افغانستان په ملي بیرغ کې پوښل شوی وو او پرسر یې د هغه عکس ایښودل شوی وو، یوازې د شلو په شاوخوا کې کسانو ګډون کړی وو.
دبهادرخان څخه یو ماشوم او د هغه میرمن پاتې ده.
احمدشاه ځلاند وایي، د بهادرخان لویه هیله داوه چې د خپل کوچني ماشوم ګرځیدل وویني".
خو ښاغلی ځلاند وايي، هغه خپله دا هیله ګورته له خپل ځان سره یوړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyhevvuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته