دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 163079
د حکومتي مشرانو اختلافونه حل شوي نه دي
د ملي وحدت حکومت مشران نه دي توانیدلي چې په ملي مسایلو کې د وروستیو درې کلونو اختلافونه پای ته ورسوي او دې اختلافونو د ملي کړکیچ له ودې سره مرسته کړې ده.
د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د دې سبب شوې، چې د ملي وحدت حکومت جوړ شي. په پیل کې هیلې دا وې، چې ممکن په دې حکومت کې چارې ښې تر سره شي؛ خو هسې ونه شول او د حکومتي مشرانو ډېر وخت پر ناندرو او لانجو تېر شو.
ځینې خبریالان او قانون جوړونکي وایي؛ حکومت په خپلو چارو کې، ځکه ناکام دی، چې حکومتي مشرانو هغسې، چې په کار وه چارې نه دي تر سره کړي.
خبریال پرویز کاوه وایي:  حکومتي مشران باید هڅه ونکړي، چې د خلکو ملي او سترې ګټې له خپل ځانګړي ټاکنیز بهیر، قومي او سمتي هڅو ځار کړي. دا کار درزونه رامنځته کوي، اختلافونه پیدا کوي او په پای کې د ملي بهیر د ناکامۍ لامل ګرزي.            
تر ټولو ستر اختلافونه، چې ملي بهیرونه یې له بندون سره مخ کړل او د خلکو تر منځ د ژور درز سبب شول د چارو کارپوهانو په باور دادي: د ملي وحدت حکومت وېشل، د حکومت د کابینې جوړول، چې تر اوسه نه ده بشپړه شوې، ټاکنیز سمونونه، چې تر اوسه پرې نیوکې کیږي، د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه، د اساسي قانون د تعدیل  لپاره د لویې جرګې جوړېدل او په تر ټولو تازه پېښه کې د برښنایي تذکرو وېش، چې دغه چاره د اجرائیه رییس له مخالفت سره مخ شوه.
د ولسي جرګې غړی قیوم سجادي وایي: همدا اوس د هېواد په سیاسي ځواک کې ولسمشر او اجرائیه رییس د ۵۰ سلنې واک غوښتونکي دي او تعارض او استطکاک غزوي. تاسې د ولس استازي باید دغه تعارض او تسطکاک نور ونه غزوئ.            
دې مواردو هم خلک اندښمن کړي او د هغوی پر ژوند یې سیوری غوړولی دی.
محصل حفیظ الله وایي: هغه خلک، چې په افغانستان کې دننه زدکړې کوي ډېر ناهیلې دی. په کابل پوهنتون کې دمګړۍ مونږ خپلې غوره راتلونکي ته هیڅ هیله من نه یو.                  
محصل احمد نایب وایي: د یوه رهبر دنده د خلکو نږدې کول دي، نه بېلول او کرکه رامنځته کول. د دغو مشرانو لومړنی کار د خلکو بېلول او تر منځ یې کرکه او اختلاف رامنځته کول دي.     
د اساسي قانون له مخې؛ د پېنځم کال د غبرګولي په میاشت کې د حکومت کاري موده پای ته رسیږي، چې د ځینو کارپوهانو او خبریالانو په باور حکومت د ځینو جنجالي پروګرامونو له وړاندې کولو سره یو ځل بیا غواړي په ټاکنو کې د خلکو رایې او زړونه تر لاسه کړي. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzfb89rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته