دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 164004
تیرکال د افغانستان د مخدره موادو عواید تر ۶ میلیارد ډالره وو - سروې
په افغانستان کې تیر کال د کوکنارو د تولید د کچې د زیاتوالي په اړه د افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) ګډه سروې ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له مخدره موادو څخه تر ۶ میلیارد ډالره عواید ترلاسه شوي دی.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال احمد جاوید قایم د دوشنبې په ورځ د دغې سروې د جزئیاتو د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې تیرکال په افغانستان کې د جکړو، ناامنیو او اقتصادي ستونزو له امله د مخدره موادو د کر او تولید کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوه.
هغه وویل "تیرکال د مخدره موادو اقتصادي ارزښت په افغانستان کې د ۴ او ۶ میلیارد ډالرو ترمنځ محاسبه شوی دی...تیرکال ارقام ډیر لوړ وو، له هغې وړاندې به شمیرې معمولاً ټيټې وې له ۳ میلیاردو څخه نه لوړیدې".
د ښاغلي قایم پر وینا، له دې شمیرې څخه تر ۱.۴ میلیارد ډالره بزګرانو او پاتې د مخدره موادو مافیا ترلاسه کړي دي.
تیرکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار وکرل شول او ۹۰۰۰زره ټُنه اپین ترې حاصل واخیستل شو، چې دغه شمیرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی ښيي.
وړم کال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawyn6y49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته