کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیانو کې د معتادو ښځو او ماشومانو ډېروالي چارواکي اندېښمن کړي

د صدای افغان خبری آژآنس(آوا) , 6 اسد 1397 ساعت 12:42

په بامیانو ولایت کې د معتادینو شمېر ډېر شوی چې د مکتوبونو يو شمېر استادان او شاګردان هم پکې شامل دي.


په بامیانو ولایت کې د معتادو ښځو او ماشومانو ډېروالي د دې ولایت دولتي چارواکي اندېښمن کړي دي.
په بامیانو ولایت کې د معتادینو په اړه د دې ولایت د بشري حقونو کمېسیون په يوه څېړنه کې ښودل شوي چې په دې ولایت، په تېره بيا د دې ولایت په سرحدي سیمو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان په نشو اخته دي خو د درملنې امکانات لږ دي.
د بامیانو د بشري حقونو کمېسیون غړې مېرمن حوا صادقي ازادي راډیو ته وویل:

افغان معتادین
"کومې څېړنې چې د بشري حقونو کمېسیون له خوا د ورس ولسوالۍ په ځینو سیمو کې شوي ښيي چې په دې ولسوالۍ کې د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي، د يادونې وړ ده په دې معتادينو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د دې څېړنې پر مهال د روغتون چارواکو ويلي چې دوی ته د درملنې لپاره ګڼ شمېر ښځې او ماشومان راځي، خو دوی يې د امکاناتو د کموالي له امله درملنه نه شي کولای."
اته کاله مخکې د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست اعلان وکړ چې په دې ولایت کې نږدې پنځوس زره کسان په نشو اخته دي، خو د سیمه ییزو چارواکو په وینا اوس دا شمېر تر پخوا ډېر شوی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره یوازې دوه شل بستریز روغتونونه شته او هغه هم داسي روغتونونه دي چې یوازې د نارینه وو درملنه پکې کېږي.
په دې ولايت کې د نشه يي موادو په اړه د عامه پوهاوي بهير هم له ځينو ستونزو سره مخ دی.
د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس حسین نظري نیکپی وايي چې که د جوماتونو ملا امامان د نشه يي موادو د حراموالي خبره وکړي، نو په مرګ ګواښل کېږي.
 
  

نوموړي زیاته کړه:

"د شیوقول په سیمه کې امنیتي وضعیت دومره خراب دی چې آن دیني عالمان هم په دې سیمه کې د نشه يي موادو د زیانونو او قاچاقو د ګناه او حرموالي په اړه هم خبرې نه شي کولای، د هغو معلوماتو له مخې چې موږ یې لرو، که د جومات یو ملا امام په مذهبي مراسمو کې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه خبرې وکړي، سمدلاسه په مرګ ګواښل کېږي."

د بامیانو د بشري حقونو کمېسیون په وینا ښځې او ماشومان له دې امله په نشو اخته شوي چې د دې ولایت په سرحدي سیمو، په ځانګړې توګه ورس ولسوالۍ کې له ښځو او ماشومانو څخه د نشه يي موادو په قاچاقو کې کار اخیستل کېږي.

د بشري حقونو کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ د څانګې مسئول عزیزالله رحماني ازادي راډیو ته وویل:

"په بامیانو کې داسې پېښې شته، د مثال په ډول د کوه لیګان له سیمې څخه ډېر راپورونه لرو چې د مکتبونو ګڼ شمېر شاګردان په نشو اخته دي، دا مسئله دوه دلیله لري، یو دا چې ځينې شاګردان په نشه يي چاپېريال کې ژوند کوي، يعنې د دوی مور او پلار په نشو اخته دي او دوهم دا چې معلمان یې نشه يان دي، په دې اړه مو له خلکو څخه ډېر شکایتونه تر لاسه کړي چې د ورس ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو لکه شیوقُل او سرخ جوی کې معلمان په نشو اخته دي."

تر اوسه پورې په بامیانو کې د معتادينو کره شمېره نه ده معلومه، خو د بشري حقونو کمېسیون وايي چې يو خو باميان ولايت د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره کې پروت ولايت دی او بل د دولتي چارواکو بېغوري هم د دې لامل شوې چې په باميانو کې د معتادينو شمېر ډېر شي

 "


د مطلب کود: 167866

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/167866/په-بامیانو-کې-د-معتادو-ښځو-او-ماشومانو-ډېروالي-چارواکي-اندېښمن-کړي

آوا
  https://www.avapress.com