دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 169312
بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ جنایی مدیر وسله والو مخالفینو له لوری وژل شوي
د بغلان د نهرین ولسوالۍ جنايي مدیر د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه غلچکۍ حمله کې وژل شوی دی.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار ازادي وویل چې د نهرین جنايي مدیر په خپل موټر کې له کندز څخه پلخمري ته روان وو چې د مرکزي بغلان په ساحه کې پرې برید وشو.
د مظلومیار په وینا په دې پېښه کې د نهرین له جنايي مدیر سره په موټر کې دوه تنه نور سپاره کسان ژوبل شوي دي.
د دې حملې مسؤلیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.
سره له دې چې وسله والو طالبانو په اختر کې د افغانستان د حکومت د اوربند اعلان ته مثبت ځواب نه دی ویلی، په تېرو دوو ورځو کې د حملو او جګړو راپورونه نه دي ورکړای شوي.
https://avapress.com/vdchzwnzi23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته