دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 180623
ټرانسپورت وزارت: د هېواد په ۵ ولایتونو کې یو شمېر سړکونه او پلونه جوړېږي
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، هڅې یې تېزې کړي چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د خلکو له اړتیا سره سم یو شمېر سړکونه او پلونه جوړ کړي.

د افغانستان ټرانسپورت وزارت وايي، په هېواد کې د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو پراخوالي ته په کتو سره پرېکړه شوې چې په ځینو ولایتونو کې نوي سړکونه جوړ شي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ د هېواد په ۵ ولایتونو کې د شپږو سړکونو د جوړولو تړونونه د سړک جوړونې له یو شمېر افغاني شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د ټرانسپورت وزیر یما یاري وویل، د دغو سړکونو او پلونو له جوړېدو سره به د یو شمېر ولایتونو ولسوالۍ یوه له بلې سره وصل او د سوداګریزو موادو لېږد رالېږد به اسانه کړي.
ښاغلي یاري د دغو سړکونو په هکله وویل:
"دا سړکونه چې دوه پلونه هم پکې دي، په مجموع کې ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د دغو تړونونو ارزښت په ټوله کې یو میلیارد، اوه سوه او شل میلیونه افغانۍ دی چې د افغانستان د دولت له بودجې، نړیوال بانک او د هندوستان له خوا تمویلېږي."
ده وویل، په ننګرهار ولایت کې د بهسودو له پله ترعبدالخېلو پورې د ۱۲کیلو مترو په اوږدوالي د سړک جوړول.
د بلخ ولایت د مارمل په ولسوالۍ کې د ۱۶ کیلومترو په اوږدوالي.
په فاریاب کې له میمنې تر بل څراع پورې د ۹ کیلومترو په اوږدوالي.
په همدغه ولایت کې د څه باندې ۹ کیلومترو په اوږدوالي له میمنې تر بل څراغ پورې د سړک کرېړول.
په بدخشان ولایت کې د ۹ مترو په اوږدولي د نخچیرد پله رغول.
او په بلخ ولایت کې د ۱۶ کیلومترو په اوږدواليله مارمل ولسوالۍ د مارمول تر تنګي پورې د سړک جوړول، د پلونو او سړکونو د جوړولو هغه پروژې دي چې چارې به يې په نږدې ورځو کې پیل او کیفیت به یې په دقت سره وڅارل شي.


​پخوا تر دې د فواید عامې وزارت چې د ټرانسپورت له وزارت سره لا نه و یوځای شوی، ویلي وو چې په هېواد کې د لسګونو زرو نویو سړکونو جوړولو ته اړتیا ده، خو په وروستیو شااوخوا اتلسو کلونو کې په ګڼو ولسوالیو کې نوي سړکونه او پلونه جوړ شوي او خلکو ته یې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون منشي موسی خان نصرت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان په ډېری نويو جوړ شويو سړکونو کې کیفیت ته پام نه دی شوی او د خلکو او د نقلیه وسایطو ستونزې یې نه دي هوارې کړي.
ده زیاته کړه:
"مهمه دا ده چې کیفیت یې ښه وي، ځکه ډېری سړکونه ډېر ژر بېرته خرابېږي او خلک له ستونزو سره مخ کېږي، ساتنه او څارنه یې هم سمه نه کېږي، د ژر جوړېدو تفاضا يې موږ نه ده کړې، خو کیفیت یې ډېر مهم دی او بې کیفیته هېڅ مفهوم نه لري."
یوازې د ولسي جرګې ځیني غړي نه، بلکې د افغانستان اکثره خلک او موټرچلوونکي هم د هېواد د لویو لارو د سړکونو له ژر خرابېدو شکایتونه کوي.
دوی وايي، هرځای چې سړک خراب شوی، بېرته جوړ شوی نه دی.
دوی ټینګار کوي چې د سړکونو د جوړولو ترڅنګ د هغوی ساتنه او څارنه هم مهمه ده.
خو د سړک جوړونې د افغاني شرکتونو د مسؤلینو په استازیتوب چې تازه ورسره تړونونو وشول، ادریس نوري ژمنه وکړه چې د دغو سړکونو په جوړولو کې به کیفیت ته ډېر پام وکړي.

 
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdcf0xdymw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته