کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګارډین: د افغانستان د سولې د خبرو کيلي ښايي په کشمیر کې وموندل شي

ازادی رادیو , 14 حوت 1397 ساعت 10:44

د مقالې ليکوال په‌دې باور دی چې په قطر کې د روانو خبرو یو بریالی توافق به پاکستان او هند اړ باسي چې په کشمير کې د خپلو محاسبو په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.


"د افغانستان د سولې د خبرو کيلي ښايي په کشمیر کې وموندل شي."
دا د بریتانيايۍ ورځپاڼې ګارډین د مقالې عنوان دی.
د مقالې ليکوال په‌دې باور دی چې په قطر کې د روانو خبرو یو بریالی توافق به پاکستان او هند اړ باسي چې په کشمير کې د خپلو محاسبو په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.
د مقالې لیکوال وايي، په افغانستان کې د هند رول د پاکستان له لویو اندېښنو څخه دی چې د قطر په دوحه کې د سولې د خبرو پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کېږي.
په مقاله کې راغلي دي چې اسلام‌اباد په‌دې باور دی چې پر طالبانو نفوذ لري، نو د افغانستان د سولې د بهير د مخنیوي قدرت هم لري.
له بلې‌خوا، طالبانو د افغان حکومت په مشرۍ له ولسمشر غني سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی دی.
په مقاله کې راغلي، پر دې ټول پېچلي وضعیت سربېره د قطر په دوحه کې د سولې خبرې په قوي احتمال سره ښايي د سولې بريالۍ نتيجه ولري.
 


د مطلب کود: 180785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/180785/ګارډین-د-افغانستان-سولې-خبرو-کيلي-ښايي-په-کشمیر-کې-وموندل-شي

آوا
  https://www.avapress.com