جنرال فرانک مکنزي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر دی پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، داعش ډله امریکا ته جدي ګواښ ده او د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نهده ځپلې چې له حملو کولو ولویږې.
یو امریکايي جنرال: داعش له افغانستانه پر امریکا د حملې نیت لري
ازادی رادیو , 23 جوزا 1398 ساعت 9:29
جنرال فرانک مکنزي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر دی پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، داعش ډله امریکا ته جدي ګواښ ده او د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نهده ځپلې چې له حملو کولو ولویږې.
وروسته له هغې چې له افغانستانه پر متحدو ایالاتونو او نورو اروپایي هېوادونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش لهخوا په نژدې راتلونکي کې د احتمالي حملو په اړه یو شمېر امریکایي چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط اندیښنې څرګندې کړې، د امریکا د پوځ یوه لوړ رتبه جنرال دا ومنله چې له افغانستانه داعش متحدو ایالاتونو ته جدي خطر دی.
جنرال فرانک مکنزي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر دی پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، داعش ډله امریکا ته جدي ګواښ ده او د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نهده ځپلې چې له حملو کولو ولویږې.
جنرال مکنزي دغه څرګندونې امریکا ته په لاره د جرمني په یوې پوځي اډې کې هغو خبریالانو ته چې د منځني ختیځ څو هېوادونو ته په سفر کې یې ورسره ملګرتیا کوله، وکړې.
هغه وویل، تر هغو چې د اسلامي دولت ډله یا داعش تر سخت فشار لاندې چې د امریکا پوځ پرې را وستی وي، دا ډله د امریکا په خاوره کې حملې نهشي کولای.
د هغه په وینا په افغانستان کې داعش ډېر لېواله دی چې پر متحدو ایالاتونو حمله وکړي، خو دوی دا مسئله درک کړې چې دا ډله تر هغو چې پرې فشاروي دا کار نهشي کولای.
مکنزي چې په افغانستان او عراق کې د جګړو تجربه لري وویل، دی پهدې باور دی چې داعش تر اوسه له افغانستانه د خپل فعالیت ساحه نهده پراخه کړې خو دا مسئله د جدي اندیښنې وړ ده.
هغه زیاته کړه، داعش د افغانستان په ختیځ کې ډېره فعاله ده او پر وړاندې یې پوځي عملیاتو تر اوسه سمه نتیجه نهده ورکړې.
له افغانستانه د متحدو ایالاتونو په ګډون نورې نړۍ د داعش د ګواښ په اړه د جنرال مکنزي تر دې څرګندونو مخکې د روانې اوونۍ په پیل کې یو شمېر امریکایي او افغان امنیتي چارواکو دې ته اندیښنه ښودلې وه چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به چې په عراق او سوریه کې یې له ماتې وروسته اوس افغانستان په تېره بیا د دې هېواد شمال ختیځو غرنیو سیمو ته مخه کړې او خپلو لیکو ته نوي کسان جذبوي، پر متحدو ایالاتونو او نورو لویدیځو هېوادونو حملې پلانوي.
د مطلب کود: 186634