دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 186634
جنرال فرانک مکنزي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر دی پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، داعش ډله امریکا ته جدي ګواښ ده او د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نه‌ده ځپلې چې له حملو کولو ولویږې.
وروسته له هغې چې له افغانستانه پر متحدو ایالاتونو او نورو اروپایي هېوادونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا په نژدې راتلونکي کې د احتمالي حملو په اړه یو شمېر امریکایي چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط اندیښنې څرګندې کړې، د امریکا د پوځ یوه لوړ رتبه جنرال دا ومنله چې له افغانستانه داعش متحدو ایالاتونو ته جدي خطر دی.

جنرال فرانک مکنزي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر دی پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، داعش ډله امریکا ته جدي ګواښ ده او د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نه‌ده ځپلې چې له حملو کولو ولویږې.

جنرال مکنزي دغه څرګندونې امریکا ته په لاره د جرمني په یوې پوځي اډې کې هغو خبریالانو ته چې د منځني ختیځ څو هېوادونو ته په سفر کې یې ورسره ملګرتیا کوله، وکړې.
هغه وویل، تر هغو چې د اسلامي دولت ډله یا داعش تر سخت فشار لاندې چې د امریکا پوځ پرې را وستی وي، دا ډله د امریکا په خاوره کې حملې نه‌شي کولای.

د هغه په وینا په افغانستان کې داعش ډېر لېواله دی چې پر متحدو ایالاتونو حمله وکړي، خو دوی دا مسئله درک کړې چې دا ډله تر هغو چې پرې فشاروي دا کار نه‌شي کولای.

مکنزي چې په افغانستان او عراق کې د جګړو تجربه لري وویل، دی په‌دې باور دی چې داعش تر اوسه له افغانستانه د خپل فعالیت ساحه نه‌ده پراخه کړې خو دا مسئله د جدي اندیښنې وړ ده.
هغه زیاته کړه، داعش د افغانستان په ختیځ کې ډېره فعاله ده او پر وړاندې یې پوځي عملیاتو تر اوسه سمه نتیجه نه‌ده ورکړې.

له افغانستانه د متحدو ایالاتونو په ګډون نورې نړۍ د داعش د ګواښ په اړه د جنرال مکنزي تر دې څرګندونو مخکې د روانې اوونۍ په پیل کې یو شمېر امریکایي او افغان امنیتي چارواکو دې ته اندیښنه ښودلې وه چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به چې په عراق او سوریه کې یې له ماتې وروسته اوس افغانستان په تېره بیا د دې هېواد شمال ختیځو غرنیو سیمو ته مخه کړې او خپلو لیکو ته نوي کسان جذبوي، پر متحدو ایالاتونو او نورو لویدیځو هېوادونو حملې پلانوي.
آرشیف، یو شمېر داعش جنګیالي
د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې له نژدې شلو کلونو وروسته له هغه مهاله چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پیل شوې، د طالبانو په نسبت چې خپل فعالیتونه یې یوازې د افغانستان په خاورې پورې محدود ساتلي، دې ډلې ته چې ورځ تر بلې پوځي وړتیاوې زیاتوي او ستراتیژي یې هم په افغانستان کې دننه او بهر د ملکیانو پر وژلو متمرکزه ده، د یوه ستر ګواښ په سترګه کتل کېږي.

د راپور په استناد د داعش په اړه اندیښنې له چارواکو سره دومره زیاتې دي چې د دوی سترګې طالبانو ته ور اوړي چې ښایي ورڅخه د داعش په ځپلو کې د یوه مهم شریک په توګه کار واخلي.
د افغانستان په ډېرو سیمو کې لیدل شوي چې د وسله‌والو طالبانو او داعش ترمنځ پر سیمو د کنټرول لپاره سختې جګړې شوي دي.

د امریکا د استخباراتو یوه چارواکي چې په افغانستان کې دنده لري او د نوم له ښودلو یې ډډه کړې دې اژانس ته ویلي و چې په کابل کې یو شمېر وروستۍ حملې چې داعش یې مسؤلیت یې اخېستی، په اروپا او متحدو ایالاتونو کې د لویو حملو لپاره د تمرین یوه لړۍ ده.

دې چارواکي ویلي چې داعش متحدو ایالاتونو ته په لنډ مهال کې یو ګواښ ګڼل کېږي.
د هغه په وینا د دې ډلې اساسي تمرکز په اروپا او متحدو ایالاتونو کې په حملو دی او دا یې یو هدف دی چې کله به یې عملي کوي.

په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله‌والو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لږ وروسته له هغې چې داعش د عراق او سوریې ډېره برخه خاوره ونیوله او اسلامي خلافت یې اعلان کړ، د خراسان ولایت په نوم د فعالیت د پیلیدو اعلان وکړ.

په لومړي سر کې د پاکستاني طالبانو لسګونه وسله‌وال چې له پولي اخوا له خپلو اډو ایستل شوي و، سره راټول شول او وروسته له افغان طالبانو بیل شوي وسله‌وال هم ورسره یوځای شول.
د امریکا د استخباراتو یوه چارواکي ویلي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د یوې اغېزمنې ستراتیژي پرته به په افغانستان کې له داعش سره تړلي وسله‌وال د دې توان ولري چې د یوه کال په موده کې په امریکا یا اروپا کې په لویه کچه حمله وکړي.

د راپور له مخې چارواکو تر اوسه په امریکا کې اته تنه چې په افغانستان کې یې له داعش سره اړیکې لرل، نیولې دي
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcds90foyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته