د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب» د ملګرو ملتونو په څلور اویایمه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته ولاړ.
له امنیت شورا څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محب به په دې وینا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي. ددې ترڅنګ په پام کې ده، چې ملي
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «ښاغلی محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دریځ هم روښانه کړي او له نړیوالو به وغواړي، چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکیت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ او حمایت وکړي.»