کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محب د ملګرو ملتونو په ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته ولاړ

8 میزان 1398 ساعت 11:26

د ملی امنیت مشاور نیویارک ته ځی


د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب» د ملګرو ملتونو په څلور اویایمه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته ولاړ.

له امنیت شورا څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محب به په دې وینا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي. ددې ترڅنګ په پام کې ده، چې ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریز سره هم لیدنه وکړي. په دې کتنه کې به له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاریو تمرکز وشي او دا، چې زموږ هیواد له دې همکاریو سره پر یوه ښه لوري روان دی او باید دوام ومومي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «ښاغلی محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دریځ هم روښانه کړي او له نړیوالو به وغواړي، چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکیت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ او حمایت وکړي.»

 


د مطلب کود: 192345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192345/محب-د-ملګرو-ملتونو-په-ناسته-کې-ګډون-موخه-نیویارک-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com