کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیفا: زموږ وړاندیزونو نه اورېدو؛ ټاکنې خړرنګې کړې

8 میزان 1398 ساعت 17:59

فیفا: زموږ وړاندیزونو نه اورېدو؛ ټاکنې خړرنګې کړې


د ټاکنو د څار بنسټ فیفا وايي، د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو وړاندې يې د ټاکنو کمیسیون ته خپل وړاندیزونه ورکړي و، خو هغوی پرې غوږ نه دی ګرولی.
د دې بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید وايي، که د دوی وړاندیزونو ته غوږ نیول شوی وای «نن به دا حال نه وای.»
ولسشمریزې ټاکنې چې تېره شنبه ترسره شوې، پر تېرو دوولسیزو کې يې د کم رنګۍ مثال نه و لیدل شوی.
یوسف رشید وايي، دوی تر ټاکنو وړاندې د نا امنۍ، د ښځینه رایه ورکوونکو د عکسونو د اخیستو، د ښځینه کارکوونکو د استخدام او بایومټریک سیستم په تړاو خپلې اندېښنې او وړاندیزونو د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې کړي و، خو هیچا پرې ځان هم نه دی پوی کړی.
که څه هم وړاندې تر دې ویل کېدل چې له شاوخوا ۹،۹ میلیونه ثبت شویو کسانو نه یوازې ۱،۲ میلیونه کسانو رایې کارولې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن وویل چې تر اوسه پورې ورته څرګنده شوې، چې ۲،۲ میلیونه کسانو رايې کارولې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازاد څار بنسټ مشر مبین الله ایماق وايي، دوی پر دې باوري دي چې تر پارلماني ټاکنو هم د رایه ورکوونکو شمېر کم و او په وینا يې اټکل کوي چې ټول رایه ورکوونکي تر درې میلیونه نه اوړي.
دا چې ولې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو شمېر د دولت تر توقع څو ځلې کم و، له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه ویسا لیکي، خلکو ټاکنې تحریم کړې وې.
د سرچینې په وینا، نا امني، درغلۍ، پر ټاکنیزه پروسه بې باوري او د سولې پر وړاندې د ټاکنو را مخکې کېدل هغه څه و، چې ولس له ټاکنو سره پرېکون عملي کړ.
طالبانو چې تر ټاکنو وړاندې يې د دې پروسې د شنډولو ګواښ کړی و، له ټاکنو وروسته ویلي ولس د دوی پرېکړې ته لبیک ویلی او په بریا يې د دې پروسۍ د کامیابۍ جرړې ایستلې دي.


د مطلب کود: 192363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192363/فیفا-زموږ-وړاندیزونو-نه-اورېدو-ټاکنې-خړرنګې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com